راتلونکې اوونۍ کې د نېټو د جوړېدو پنځه اویا (۷۵) کاله پوره کیږي، او دا اتحاد اوس په دې غور شروع کوي چې په انډوپسېفېک خطه کې هم یو ستر کردار ولوبوي.
په امریکا کې د رېنډ اورګنايزېشن یو څېړونکي، سټېفن فلاناګن د وي او اې سره په مرکه کې وویل چې نېټو اوس مهال د انډوپسېفېک خطې په امن کې څه غټ کردار نلري، مګر نېټو او اتحادیان یې دا خبره اوس مني چې په هغې سیمې کې د همکارۍ دپاره د محدودو ګامونو ضرورت په ډېرېدو دی.
فلاناګن چې د پخواني صدر بارک اوباما په انتظامیه کې د قامي سلامتیا د کونسل یو جګپوړی چارواکی پاته شوی و، وایي د نېټو ځیني غړي ملکونه چې په معمول ډول په انډوپسېفېک خطه کې پوځي فعالیتونه نلري، لکه جرمني، اوس یې د چین د جارحانه عملونو د مقابلې دپاره سیمې ته د کښتیو لېږل پیل کړي دي. د هغه وینا ده چې محدود ګامونه، په شمول د دې چې د روس او چین په ضد خلائي مفاداتو کې همکارۍ وشي او بل د غلطو معلوماتو په ضد همکارۍ، هغه مناسب ګامونه دي چې نېټو یې د زیاتې خطرې نه منلو سره، اخېستلی شي.
فلاناګن وي او اې ته وویل: «دا د همکاریو هغه برخې دي چې فکر کوم د سمبالولو وړ دي. دا اقدامات به په نېټو اتحاد دا فشار رانه وړي چې ګني له حده زیاته یې لمن پراخه کړې ده.»
فلاناګن یادونه وکړه چې جاپان د روس سره د کورېل آیلنډز په سر د سرحدي لانجې له امله، انډوپسېفېک کې د نېټو د زیاتېدونکو فعالیتونو په باب "ډېر فکرمند" دی. د دې څېړونکي وینا ده چې په اوکراین کې د روس د جګړې په جاري پاته کېدو سره، چین او شمالي کوریا د روس د جنګ په هلو ځلو کې ونډې اخېستې دي، او هغه داسې چې په روس کې قریب نېوي (۹۰) فیصده مایکروچېپونه د چین نه درامد کړی شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د نېټو د ټولو دوه دېرشو (۳۲) ملکونو مشران د انډوپسېفېک د څلورو ملکونو – اسټرېلیا، جاپان، جنوبي کوریا، او نیوزیلېنډ له مشرانو سره ملاقات وکړي.
د امریکا په خارجه وزارت کې د یورپي او یورېشیا د چارو ادارې مرستیال ډاګلاس جونز وایي، نېټو په دې امید دی چې د چین د فعالیت د مقابلې دپاره، د اتحادیانو په منځ کې نوی توان راپیدا کړي.
د جونز وینا ده چې اوس مهال په توکیو کې د نېټو د یو دفتر جوړولو تجویز "د جاري بحث د توجو برخه نده".
جونز وویل چې د نېټو او انډوپسېفېک د څلورو ملکونو د مشرانو په ناسته کې به داسې "مستحکمي لارې چارې" معرفي کړی شي چې نېټو د روس د جارحیت په ضد د اوکراین مرسته وکړي او داسې اصلاحات هم راولي چې نېټو کې د اوکراین د شاملولو لاره هواره کړي، خو د دې تجویزونو په الفاظو او ترکیب باندې لا تر اوسه څه بحث ندی شوی.
دا ناسته به د جولائی له نهمې نه تر یوولسمې (۱۱-۹) نېټې پورې په واشنګټن کې جوړه شي. په همدې مهال کې یو شمېر ملکونو چې د نېټو څو دښمنان هم په کې شامل دي، په دې تېره هفته کې د قزاقستان په پایتخت آستانه کې ناسته درلوده.
د روس صدر ولاډیمیر پوټین او د چین صدر شي جن پنګ هم د شورو/چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا سره وکتل. هغوی په مئی میاشت کې چې پوټین بجېنګ ته تللی و، هم ملاقات کړی و.
د شانګهای د همکاریو سازمان (اېس سي او) چې په کال ۲۰۰۱ کې د چین او روس لخوا جوړ کړی شو، په کې دا مهال ایران، هند، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، تاجکستان، او ازبکستان هم شامل دي.
د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې دا طمع نه وه چې د اوکراین جنګ هم په رسمي توګه د بحث موضوع وي، مګر د قزاقستان یو جګپوړي چارواکي اېسوشیټډ پرس ته وویل چې په دې موضوع باندې د اصلي غونډې ترڅنګ، بحث کېدلی شي.