د پوټین او شي جن پنګ تازه لیدنه: د کلکې همکارۍ نمایش

د روس صدر ولاډیمیر پوټین او د چین صدر شي جن پنګ د شورو/چهارشنبې په ورځ قزاقستان کې سره وکتل چې دا یې په تېرو میاشتو کې دویم ملاقات دی. دا لیدنه د شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او) د ناستې ترڅنګ وشوه، او دا هغه تنظیم دی چې د مغربي ائتلافونو د مقابلې دپاره جوړ کړی شوی دی.

پوټين او شي جن پنګ تر دې وړاندې په مئی میاشت کې هغه مهال سره لیدلي و چې د روس صدر بجېنګ ته سفر کړی و چې هلته کې خپل ترمنځ نږدې شراکتداري څرګنده کړي. چین او روس د امریکا په مشرۍ د جمهوریتي نظم خلاف دي او غواړي دنیا "کثیر قطبي" وي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، پوټین د اېس سي او ناستې ته په وینا کې، په دې ټینګار وکړ چې د دغه تنظیم توجو، په غړو هېوادونو کې د امن یقیني کولو ته ده. هغه زیاته کړه چې د شانګهای سازمان به یو ځانګړی مرکز جوړ کړي کوم چې مختلفو امنیتي چلېنجونو ته به جوابونه وایي.

د اې پي په رپوټ کې راغلي، پوټین دا هم وویل چې د اېس سي او غړي هېوادونه به د یو ځانګړي پروګرام منظوري ورکوي چې د بېلتون غوښتې او انتهایي پسندۍ سره به مقابله کوي.

د چین سرکاري خبري رسنۍ، سینهوا د رپوټ ترمخه، د چین صدر شي جن پنګ په دې ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو ملکونو څخه وغوښتل چې د "پولرایزېشن او مداخلت د واقعي چلېنجونو" په وړاندې یکجهتي څرګنده کړي.

د قزاقستان پایتخت آستانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو ناسته چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په کې و

د شانګهای همکارۍ سازمان څنګه تنظیم دی؟

د شانګهای همکارۍ سازمان – اېس سي او – په کال ۲۰۰۱ کې د چین او روس له طرفه جوړ کړی شو چې په مرکزي اېشیا او تر هغې هاخوا سیمو کې په امنیتي فکرمنديو بحث وکړي. د دې تنظیم نور غړي ملکونه ایران، پاکستان، هندوستان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان دي.

د دې ترڅنګ، ترکیه، سعودي عرب او مصر په دې سازمان کې د مبصرینو او د بحثونو د شراکتدارو په حیث شامل دي.

د سږکال په ناسته کې چا چا ګډون کړی و؟

د روس د صدر ولاډیمیر پوټین او د چین د صدر شي جن پنګ ترڅنګ، د کوربه هېواد قزاقستان صدر قاسم جمعرات توکایف، او همدا شان د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، د ازبکستان صدر شوکت ضیائیف، د تاجکستان صدر امام علي رحمان، او د قرغېزستان صدر، سادیر ژاپاروف هم د اېس سي او د سږکال په ناسته کې برخه اخېستې وه.

د بېلاروس صدر الېکزنډر لوکاشینکو هم ناستې ته بلل شوی و، ځکه بېلاروس د شانګهای همکارۍ سازمان مکمله غړیتوب ترلاسه کوي.

ایران کې د صدر ابراهېم رئیسي د مرګ نه وروستو، اوس د انتخاباتو هلې ځلې روانې دي او تر اوسه نوی صدر ندی ټاکل شوی، نو پرځای یې نګران صدر محمد مخبر ناستې ته ولاړو.

د اېس سي او د ناستې نور ګډون وال، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او د آذربایجان صدر الهام علي یف و.

د هندوستان له طرفه، وزیراعظم نرېندر مودي دغې ناستې ته نه و ورغلی، او پرخپل ځای یې خارجه وزیر ورلېږلی و.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرش هم په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان ناستې کې برخه واخېسته.