ګلګت بلتستان کې په بس حمله کې د ککړ "مرکزي تورن کمانډر" د وژلو دعوه شوې

د پاکستان د انتظام لاندې خپلواکې سیمې ګلګت بلتستان حکومتي وياند ويلي، د دارېل سيمې د هډر د پېښې مرکزي تورن کمانډر شاه فېصل د امنيتي ‏ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. د رپورټونو ترمخه نښته کې اووه نور کسان هم ژوبل شوي خو چارواکو د ژوبلېدو تاييد نه دی کړی.‏

د تېر کال د دسمبر په لومړيو کې د ګلګت دیامير ضلعې په چلاس سیمه کې پر هغه مسافر بس وسلوالو ډزې کړې وې، چې د پنجاب راولپینډۍ ښار ته ‏روان وو.‏

هغه وخت ويل شوي وو، په بس باندې وسله وال بريد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ‏‎26‎‏ پورې نورې ژوبل شوي، او په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستاني ‏پوځیان هم شامل وو، چې په رخصتۍ کور ته روان وو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې پاکستان سپېشل یونټ (ایس پي یو) یو تن ټپي کېدو هم ويل ‏شوي وو.‏

ياده پېښه د چيلاس په (هډر) نومي ځای کې شوې وه.‏

‏ د ګلګت حکومتي وياند فېض الله فراق وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، د هډر پېښه کې نومول شوو ملزمانو پرضد عملیات شوي او ‏امنيتي ځواکونو په پېښه کې مرکزي تورن کمانډر شاه فېصل وژلی دی.‏

هغه ويلي، په امنیتي ادارو هم د مخالف لوري ډزې شوي خو امنيتي ځواکونو ته کوم تاوان نه دی اوښتی، خو پاکستاني رسنيو په نښته کې د اووه کسانو ‏ژوبلېدو ويلي دي.‏

حکومتي وياند ويلي، ياد کمانډر د دسمبر په مياشت کې په قراقرم هايي وی په مسافر بس د حملې مرکزي ملزم وو، پاکستاني رسنيو خبر ورکړی په نښته ‏کې د کمانډر يو ملګری ژوبل شوی هم دی
د وژل شوي کمانډر په اړه نور تفصيلات نه دي ويل شوي چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره وو.‏

د يادې پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه وه منلې او نه هم چارواکو د پېښې سبب ویلی وو.‏
خو د ګلګت بلتستان وياند ويلي، د هډر په پېښه کې د علماو کرامو په ګډون د مختلف طبقه فکر سره تعلق لرونکي څو مسافر په بې دردۍ سره په نخښه ‏کړل شوي وو.‏

ګلګت بلتستان له دغې پېښې مخکې هم داسې پېښې شوي چې پکې پولیس او د پاکستان پوځیان وژل شوي او ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان پر ‏غاړه اخیستې وه.‏