نېتن ياهو ويلي، د حماس سره به د جنګ بندۍ خبرې راتلونکې اوونۍ بيا پيل شي

د نېتن ياهو دفتر ويلي، د فريقېنو ترمنځ خبرو کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو د خوشي کولو په سر اوس هم فاصلې موجودې دي.‏

د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو دفتر پرون د جمعې په ورځ ويلي، د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرې به راتلونکې اووني وروسته له ‏هغې بيا پيل شي چې د اسرايل د استخباراتي ادارې مشر په دوحه کې د خبرو اترو څخه بيرته ستون شوی دی.‏

د نېتن ياهو دفتر ويلي، د فريقېنو ترمنځ خبرو کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو د خوشي کولو په سر اوس هم فاصلې موجودې دي.‏

د اسرايل د استخباراتي ادارې (موساد) مشر ډېويډ برنيا د قطر د مينځګړو سره ليدلي دي، او اسرايل ويلي خبرې اترې به بيرته بحال کړي ځکه حماس د ‏جنګ بندۍ په اړه خپل وړانديز تازه کړی دی.‏

د حماس يو وياند د جمعې په ورځ ویلي، د امریکې لخوا د غزه د جنګ د بندۍ په اړه وړاندې کړل شوی پلان چې بدل کړل شوی، مينځګړو ورته مثب ځواب ‏ويلي، خو د اسرايل دريځ روښانه نه دی.‏

سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ ويلي، ښيې صدر جوبايډن به راتلونکې مياشت په واشنګټن کې د نېتن ياهو سره وويني.‏

د امريکې صدر جوبايډن د مې په میاشت کې اعلان کړی وو چې د اسرايل لخوا په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره يوه تګلاره ورکړل شوې وه او د هغې ترمخه ‏په لومړو شپږو مياشتو کې به په غزه کې جنګ بندي کيږي، خو دغه عمل بيا ودرېدلی وو.‏

سپينې ماڼۍ ويلي، صدر د اسرايل د وزيراعظم د پرېکړې هرکلی چې خپلو مذاکرات کوونکو ته یې د امريکا، قطر او مصر د مينځګړو سره د خبرو کولو ‏اجازه ورکړې څوک چې د دغه مسلې پای ته رسولو هڅې کوي.‏

امریکا، قطر او مصر د مياشتو راهسې يو تړون ته د رسېدو هڅه کوي چې يرغماليان خوشي شي او دغه شخړه ودريږي.‏ او ملګرو ملتونو د خان يونس او رفح د غټو برخو څخه د اسرايل لخوا خلکو ته د تازه وتلو په اعلان اندېښنه څرګنده کړې ده.‏

تېر کال په اووم اکتوبر د حماس وسله والو په جنوبي اسرایل کې حمله کړې، ‏1200‎‏ کسان یې وژلي او ‏250‎‏ يرغمال کړي وو، اسرايل له دغې وروسته په غزه ‏کې د حماس پرضد جګړه پيل کړې وه.‏

په غزه کې د صحت وزارت ويلي، د اسرایل په عملياتو کې د ‏38,000‎‏ نه زیات کسان وژل شوي او ‏87,000‎‏ نه زيات ژوبل شوي دي.‏

‏(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي دي)‏