د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت مرکز ته د شپږم نه تر 11م محرم پورې په ټولنيزو رسنیو د بندیز سپارښتنه کړې ده. خو د کورنيو چارو مرکزي وزارت ويلي په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزاعظم کوي.
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.
ويل شوي، صوبايي حکومت د امنیت دپاره جوړې د کابينې قايمه کمېټۍ د ټولنيزو رسنیو بندولو سپارښتنه کړې ده.
خو ويل شوي، د کورنيو چارو مرکزي وزارت د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي، د صوبايي حکومت لخوا د ټولنيزو رسنیو د بنديز په خواست تراوسه فېصله نه ده شوې او په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزيراعظم کوي.
وزارت ویلي، تراوسه پورې، نه دغه خواست منل شوی او نه رد کړل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت د بلې کومې صوبې نه دي ويلي چې د پنجاب په څېر خواست یې کړی خو ويلي يې دي پنجاب يواځې نه دی چې دغه ډول خواست یې کړی دی.
پاکستان کې اکثره د محرم په ورځو کې موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندول کيږي.
د پنجاب پوليس يو چارواکي وي او اې ته ويلي، صوبايي حکومت ته یې خواست کړی چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره رېنجرز او پوځ چمتو وساتل شي.
او د پنجاب داخله محکمې د پوليس د مرستې دپاره د پوځ او نيم پوځي دستې رېنجرز خدمات غوښتي دي.
د پنجاب کابينې د امنیتي کمېټۍ مشر او د صحت وزیر خواجه سلمان رفيق ویلي، په صوبه کې په نهم او لسم محرم ټولنيزې رسنۍ بندېدی شي، او د دغه کار هدف د کرکې خورونکو مواد ودرول دي.