د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر او پاکستان وزيراعظم د افغان کډوالو په موضوع غږېدلي

بيان کې ويل شوي، د ملګرو ملتونو هايي کمشنر فيليپو ګرانډي د افغان کډوالو په کورب توب کولو د پاکستان ستاينه کړې او وزيراعظم ته یې باور ورکړی، يو اېن اېچ سي ار به د افغان مهاجرينو په بنيادي ضرورتونو پوره کولو کې د پاکستان سره په ګډه کار کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) مشر (هايي کمشنر) د پاکستان د وزيراعظم سره ليدلي او دواړو د افغان کډوالو په موضوع یې بحث کړی دی.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف د دفتر څخه جاري شوي بيان کې ویل شوي، په ليدنه کې وزيراعظم د يو اېن اېچ سي ار سره د شراکتدارۍ حواله ورکړې چې د څلورو لسيزو راهسې د افغان کډوالو په کوربه توب کې د ملګرو ملتونو لخوا د پاکستان مرسته ستايل شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم ويلي، د يو شمېر چېلنجونو باجود پاکستان ته تل د افغان کډوالو په درناوي سره کورب پاتې شوی او ټينګار یې کړې، نړيواله ورورولي دې د کډوالو د مسلې د تل هواري دپاره د ګډې زمه وارۍ مظاهره وکړي.

ویل شوي، شهباز شریف په يو اېن اېچ سي ار هم زور راوړی چې د افغان مهاجرينو د مسلې د تل پاتې هواري کې خپل کردار ولوبوي، او پاکستان د افغان کډوالو واپسۍ ته لومړيتوب ورکوي. هغه زياته کړې، نړيواله ورورولي دې د افغان کډوالو د واپسۍ په مسله کې پاکستان ته ورپېښ ټولنيز او اقتصادي چېلنجونه او امنيتي خطرې په نظر کې وساتي.

بيان کې ويل شوي، د ملګرو ملتونو هايي کمشنر فيليپو ګرانډي د افغان کډوالو په کورب توب کولو د پاکستان ستاينه کړې او وزيراعظم ته یې باور ورکړی، يو اېن اېچ سي ار به د افغان مهاجرينو په بنيادي ضرورتونو پوره کولو کې د پاکستان سره په ګډه کار کوي.

يو اېن اېچ سي ار د دغه ليدنې په اړه تراوسه پورې کوم بيان نه دی ورکړی.

له دې وړاندې فيليپو ګرانډي په اوومه جولايۍ په پېښور کې د افغان کډوالو او تحفظ غوښتونکو سره ليدلي دي، او کډوالو ورته خپلې مسلې وړاندې کړې وې.

د يو اېن اېچ سي ار مشر د پاکستان د سېفران وزير امير مقام او خېبرپښتونخوا کې د افغان کمشنرېټ د چارواکو سره هم ليدلي وو.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، فيليپو ګرانډي د پاکستان په درې ورځني سفر دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی، چې پاکستان د تېر کال اکتوبر په میاشت کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيانو د ويستلو اعلان کړی وو. د پاکستان د سېفران وزارت وايي د تېر کال راهسې خواوشا پينځه لکه افغان کډوال بيرته ستانه کړل شوي دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

خو بيا د روان کال اپرېل په مياشت کې د پاکستان حکومت قانوني اسناد لرونکو يا د پروف اف رجسټرېشن پي او آر (PoR) کارډ موده تر روانې مياشتې جون د 30مې پورې غځولې وه.

د پاکستان د سېفران وزیر امير مقام تېره میاشت وي او اې ډیوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو،پاکستان کې د پي او آر کارډ لرونکو شمېره د 13 او 14 لکو په مينځ کې ده، د اې سي سي والو تعداد اته لکه دی او ډېر داسې دي چې هیڅ اسناد نه لري، اندازاً د هغو شمېره هم د اووه، اتو لکو يا لسو لکو پورې ده، نو تراوسه پورې پاکستان کې د 33 نه 35 لکو پورې افغان مېشت دي.

هغه ويلي وو، مخکې پرېکړه شوې وه چې اول به غېر قانونه، بيا اې سي سي او پي او آر کار لرونکي ويستل کيږي، خو "اوس مونږ يوه نوې سمري جوړوو چې پي او آر کارډ کارډ لرونکو ته نوره موده ورکړل شي، کوم حالات چې د افغانستان دي او څه صورتحال دی نو په هغې سلسله کې مونږ لګيا يو د ټولو سره په رابطه کې يو"