طالبان د ډبلیو اېچ او دا شمېرې ردوي چې په افغانستان کې د پولیو نهه کېسونه رپورټ شوي دي

  • ایاز گل

د جي پی اي ای (GPEI) معلوماتو له مخه د نهې/  سه شنبې تر ورځې پورې په ټوله نړۍ کې د پولیو کېسونو شمېر 17 دی چې نهه په افغانستان او اته په پاکستان کې دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند ویلي په افغانستان کې تر اوسه په 2024 کال کې د پولیو یا ګوزڼ کومه پېښه یا کېس نه ده ثبت شوې خو د صحت نړیوالې ادارې «‌ډبلیو اېچ او» لخوا د نهو پېښو د ثبت کېدو رپوټونه دغه دعوې غلطې ثابتوي.

د طالبانو د حکومت د عامه روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ګل/دوشنبې په ورځ د پولیو د وېکسین د څلور ورځني کيمپېن څخه مخکې په یوه ویډیو پېغام کې وویل چې سږ کال موږ په ټول هېواد کې د پولیو یوه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د ‌ډبلیو اېچ او په مشرۍ د پولیو د ختمون جي پی اي ای پروګرام ویلي چې دوی په 2024 کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت کړي چې درې پیښې روانه اونۍ په جنوبي قندهار ولایت څخه رپورټ شوي دي.

د ډبلیو اېچ او د ختیځ بحیره روم سیمه چې افغانستان او پاکستان پکې شامل دي د پولیو پروګرام ‌ډایریکټر حامد جعفري وي او اې ته وویل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اې اېچ ار (نړیوال روغتیا مقرراتو) پروټوکولونو سره سم د پولیو وایرس ټول کېسونو معلومات ډبلیو اېچ او ته ورکړي دي. په 2023 کال کې یې شپږ کیسونه ثبت کړي وو.

شرافت زمان د نهې/سه شنبې په ورځ وي او اې ته په لیکلي پېغام کې دا خبره تکرار کړه چې : "تر اوسه" سږکال په افغانستان کې د پولیو هېڅ پیښه نه ده ثبت شوې سره له دې چې ډبلیو اېچ او لخوا نهه پیښو رپورټ ورکړل شوی دی .

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یواځیني هېوادونه دي چې پولیو وایرس لا هم پکې شتون لري.

دا ناروغي چې په تیزی سره د یو تن نه بل تن لږي او په ورکوټي ماشومانو اغیز کوي او په سختو حالتونو کې دوی شل/مفلوج کولی شي یا په ځېني حالاتو کې وژونکي هم کېدی شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند په خپل ویډیو بیان کې ویلي چې د پولیو وېکسین په روان کيمپېن به د افغانستان له 34 ولایتونو څخه په 23 ولایتونو کې شاوخوا اته میلینه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې یا وېکسین ورکول کېږي.

د ډبلیو اېچ او جعفري وویل چې افغانستان د اې اېچ ار (نړیوال روغتیا مقرراتو) سپارښتنو باندې عمل کولو کې مثبت ریکارډ لري.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو وروستیو ستنېدو د پولې دواړو غاړو ته د پولیو د خپرېدو خطر زیات کړی دی.

په پاکستان کې په 2023م کال کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ شپږ کېسونه ریکارډ شوي وو او سږ کال تر اوسه اته کېسونه ثبت شوې دي. د جي پی اي ای (GPEI) معلوماتو له مخه د نهې/ سه شنبې تر ورځې پورې په ټوله نړۍ کې د پولیو کېسونو شمېر 17 دی چې نهه په افغانستان او اته په پاکستان کې دي.