په واشنګټن کې د نېټو په سرمشریزه کې تر ټولو ډېره توجو اوکراین ته د اضافي مرستو مهیا کولو ته وه، مګر ځیني مغربي چارواکي په همدې پیمانه، یو بل ټکي ته هم توجو لري چې هغه د روس د جارحیت له امله یو جدا چلېنج دی: یو نوی راپیدا شوی د وسلو جوړولو ځغل چې په نړېواله کچه نتایج لرلی شي.
دا چارواکي دلیل راوړي چې د روس د بې لګامه حملو نه د بچ ساتل کېدو دپاره، اوکراین ته د ضروري وسله بارودو او سیسټمونو ورکول کافي ندي. دوی وایي چې نېټو ته په کار ده په عین وخت کې دومره خرچې، پرمختګ، او د وسله بارودو پیداوار زیات کړي چې د روس د پوځي قابلیتونو پیاوړي کوونکي ائتلاف نه مخکې شي.
د نېټو یو چارواکي په دې شرط چې نوم یې پټ وساتل شي، د وي او اې سره په مرکه کې وویل چې د روس، چین، شمالي کوریا او ایران ترمنځ د زیاتېدونکو همکاریو په سر بحث ته د دې اتحاد سره "وخت ډېر کم دی".
هغه زیاته کړه: "دا باید زمونږ ټولو اتحادیانو ته یو اهم ارجحیت وي، ځکه دا صرف د زیاتو خرچو خبره نده، بلکې د قابلیتونو/صلاحیتونو د لوړولو خبره ده."
غربي چارواکو په تکرار سره په چین دا تورونه لګولي چې ماسکو ته خام مواد او داسې سامانونه ورلېږي چې څو قسمه استعمالېدلی شي او د ترقي یافته وسلو او پوځي سیسټمونو جوړېدو کې هم کارول کیږي، او په دې توګه د روس پوځ یې په پښو اودرولی ساتلی او دغسې یې د اوکراین جنګ کې اهم کردار لوبولی دی.
په تېر اپرېل او مئې میاشتو کې امریکا او برطانیې په هغو یو شمېر ایراني کمپنیو او وګړو باندې نوې پابندۍ ولګولې چې د روس پوځ دپاره د ډرونونو په جوړولو کې دخیل پاته شوي و.
د امریکا د ښکاره شوو استخباراتي معلوماتو په اساس، روس په اوکراین کې د شمالي کوریا جوړ شوي میزائیلونه استعمال کړي دي. د جنوبي کوریا چارواکو د روان کال په سر کې دعوه وکړه چې شمالي کوریا تر اوسه لږ تر لږه ۶۷۰۰ کنټېنره روس ته لېږلي چې ممکن په هغو کې څه باندې درې مېلینه د توپخانې ګولې لېږل شوي وي.
د نېټو چارواکي چې وي او اې سره خبرې وکړې، وویل چې د چین، ایران او شمالي کوریا له اړخه ماسکو سره شوي امدادونو، د جنګ په محاذ کې د روس پوځي وړتیا ډېره بدله کړې ده، او دې سره هغه استخباراتي جاجونه بې کاره شوي چې ویل به یې د روس پوځ د خپلې وړتیا بحاله کولو دپاره، ګني کلونه کلونه وخت غواړي.
د نېټو چارواکی وایي، کله چې د روس د پوځي طاقت او پیداوار، او بیا په جنګ کې یې مصرف او استعمال ارزول کېدو، نو هغه وخت دا په پام کې نه و نیول شوي چې چین به څومره د روس سره کومک وکړي.
ځینو امریکایي چارواکو د ایران، چین، شمالي کوریا او روس ترمنځ زیاتېدونکي اتحاد ته "شرارتي محور" نومولی دی.
په انډوپسېفیک کې د امریکایي قواوو یو پخواني کمانډر، اډمېرل جان اکویلینو په مارچ میاشت کې د کانګرس غړو ته وویل: "په کار ده چې مونږ [د دې حالاتو] مطابق عمل وکړو."
خو دا چي د روس، ایران، شمالي کوریا او چین ترمنځ نږدې همکارۍ او زیاتېدونکی اتحاد به څومره ژر د نېټو یو حقیقي رقیب یا سیال جوړ شي، تر اوسه معلومه نده.
ځیني څېړونکي وایي چې لا هم د دغو څلورو ملکونو ترمنځ د اختلاف داسې اهم مسئلې شته چې د هغو ترمنځ د یو کلک او جامع اتحاد جوړوېدو مخه نیسي.