د امریکا د عالمي مېډیا د ادارې (USAGM) مشره اېمنډا بنېټ، د وي او اې نوي مشر مایکل ابراموویټز او د رېډیو فري یورپ/آزادي رېډیو مشر سټېفن کاپوس، د نهې/سه شنبې په ورځ کانګرس ته ولاړل او د استازو مجلس د خارجي اړیکو د کمیټې په یوې اورېدنې کې یې د یو اېس اې جي اېم د بجټ، ارجحیتونو، او په وړاندې یې موجودو چلېنجونو په اړه د سختو جوابونو سره مخ شول.
د دغې کمېټې د رېپبلېکن ګوند غړي سکاټ پیري د اورېدنې په پیل کې،له اېمنډا بنیټ نه وپوښتل چې ایا هغه حماس د ترهګر سازمان په توګه پېژني که نه. بنیټ وویل: «زه به هغه تعریف، چې د امریکا له لوري وړاندې شوی او حماس یو ترهګر سازمان بولي، ومنم.»
سکاټ پیري د هغه ایمیل له کبله اېمنډا بنېټ باندې د پوښتنو سخت فشار راووست چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس له برید سمدستي وروسته، چې د ۱۲۰۰ کسانو د قتل عام لامل شو، د وي او اې خبریالانو ته استول شوی او له هغوی غوښتل شوي وو چې حماس او غړو ته یې د ترهګرو خطاب ونه کړي، مګر که د نور کسانو په وینا کې داسې راغلي وي.
که څه هم په دغې اورېدنه کې دا خبره یاده نه شوه، خو په هغه یاداښت کې د وایس آف امریکه خبریالانو ته دا هم ویل شوي وو چې د حماس ډلې اعمال «ترهګریز بریدونه یا تروریستي اعمال» یاد کړي.
بنیټ په کانګرس کې قانون سازانو ته وویل چې دا د امریکا د عالمي مېډیا د ادارې تګلاره ده چې د «ترهګر» اصطلاح په احتیاط او هغه وخت کې کاروي، چې «مناسب» وي.
هغې وویل چې دغه اداره له مصنوعي ذکاوت (آرټیفېشیل انټلېجنټس) څخه کار اخلي چې ډاډ ترلاسه شي ټولې څانګې یې، چې په ۴۸ ژبو خپرونې لري، د ادارې تګلاره یو ډول پلې کړي.
د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال د امریکا د عالمي مېډیا اداره د «ازادۍ مشال» وباله چې په خبره یې «د ظلم او دباو لاندې کسانو ته حقایق» رسوي. خو مکال وویل چې د دغې ادارې د انتظام په څرنګوالي کې ستونزې شته.
مککال او نورو قانون جوړوونکو د دغې ادارې د پخوانیو موضوعګانو په اړه پوښتنې وکړې، یوه پوښتنه د هغه کس د بیا ګومارل کېدو په اړه وه چې د امریکا په مخکني حکومت کې له دندې شړل شوې وه، او یو افشا کوونکي تورنه کړې وه او د کړو وړو او تعلیمي دستاوېزاتو په اړه یې پوښتنې پېدا شوې وې.
یو بل د کانګرس غړي تم بورچیت له بنیټ څخه د کارکوونکو د اړوندو مسایلو په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل چې ایا د هغې تر امر لاندې ادارې ته مناسبه ده چې یو داسې کس په دندې وګماري چې د نورو کارکوونکو په ځورولو او ازار ورکولو تورنه وي.
بنیټ په دې اړه د پوښتنې له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: «مناسب نه دي چې په یوې ښکاره غونډې کې د کارکوونکو په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.» هغې وویل چې دا موضوع د امریکا د نړیوالې رسنۍ د ادارې او دغې کمېټې له لوري په بشپړ ډول تعقیب شوې ده.
د بجټ مسئله
د کانګرس د کمیټې په دې اورېدنه کې د امریکا د عالمي مېډیا ادارې د بجټ او کارکردګیو په اړه هم بحثونه وشول. د وایس آف امریکه او رېډیو فري یورپ/آزادي رېډيو مشرانو اندېښنه وښوده چې د بجټ کموالی به د دغو ادارو فعالیتونه څه ډول اغیزمن کوي. د رېډیو فري یورپ مشر کاپوس وویل چې د بجټ کموالی به «تباه کنه» وي او «له شک پرته» رېډیو فري یورپ «د روسیې، بلا روس، ایران او چین» هدف دی.
هغه زیاته کړه که د رېډیو فري یورپ خپرونې په سیمه کې بندې شي، اورېدونکي به یې د دغو هېوادونو له ادرس څخه د هغوی د افواهاتو د زیان ګاللو سره مخامخ شي.
ابرامویتز، چې درې اونۍ مخکې د وایس آف امریکه د نوي مشر په توګه سوګند یاد کړ، هم وویل چې د سرچېنو نشتوالی به په هغو مسایلو باندې اغیز وکړي چې وي او اې او د بهرنیو اړیکو کمېټه ورته ارزښت ورکوي، هغه د بېلګې په ډول د ایران او روسیې په اړه د خبرونو خپرول یاد کړل.
هغه زیاته کړه چې اورېدونکي تر ډېره وایس آف امریکه اوري او د بجټ د کموالي په اړه یې وویل: «دا کار به ډېر ویجاړوونکی وي... ځکه چې موږ د معلوماتو یوازینۍ سرچېنه یو چې له هغو غلطو اطلاعاتو سره مبارزه کوو چې د دغو حکومتونو له ادرسونو څخه خپرېږي.»
په دغې کمېټې کې د دېموکرېټانو د ګوند استازې دینا تیتوس له کاپوس څخه د رېډیو فري یورپ/آزادۍ رېډيو د خبریال السو کورماشیوا په اړه وپوښتل. دغه خبریال د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهېسې په روسیې کې بندي دی.
کاپوس د دغه خبریال د قضیې په اړه وویل چې فکر کوي «هغه په دې خاطر تورن شوی، چې زموږ په باور، له موږ سره یې کار» کاوه.
روسیې کورماشیوا تورن کړی دی چې په خپل امریکایي پاسپورټ سره یې ځان له مقاماتو سره ثبت کړی نه و او په دې خاطر چې ځان یې د بهرني کارکوونکي په توګه ثبت کړی نه و د روسیې د سانسور پوځي قانون یې مات کړی دی.
د امریکا خارجه وزارت لا دا نده څرګنده کړې چې «کورماشیوا په ناسم ډول نیول» شوی دی. د بهرنیو اړیکو د کمېټې ځینو غړو له دې کبله اندېښنه وښوده چې تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام رد کړی نه دی.