د امریکا صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ماښام په خپل خبري کنفرانس کې چې ډېر انتظار ورته کېدو، د خپلو داخلي او خارجي پالیسیو سخته دفاع وکړه او د هغو پوښتنو ځوابونه یې هم ورکړل چې د بلې صدارتي دورې دپاره د هغه په صلاحیتونو راپورته شوې. خو هغه بیا هم په نومونو کې یوه غلطي وکړه او خپله مرستیاله کامېلا هېرس ته یې د ټرمپ نوم استعمال کړ.
بایډن ټینګار وکړ چې په ووټرانو کې د هغه مقبولیت قوي دی، زغل ته به ادامه ورکوي او انتخابات به ګټي. هغه زیاته کړه: «زه د خپل میراث جوړولو دپاره دې کې نه یم ولاړ. زه په دې خاطر ولاړ یم چې هغه کار مې پیل کړی، هغه بشپړ کړم.»
د ژبنۍ غلطۍ باوجود، صدر بایډن هرې تبصرې یا پوښتنې ته چې د هغه په کارکردګۍ یا د عمر په زیاتېدو وشوې یا دا چې ګني په حالاتو قابو نلري، کلک جوابونه ورکړل. مګر بایډن د کانګرس غړو، مشهورو څهرو، او نورو پېژندل شوو ډېموکرېټانو له زیاتېدونکې غوښتنې سره مخ دی چې وایي هغه دې د ۲۰۲۴ کال صدارتي زغل نه بهر شي.
بایډن وویل: "زما شېډول ډک دی. نو که زه سوکه کیږم، او نشم کولی چې دنده ترسره کړم، دا به یوه نښه وي چې په کار ده دا کار ونکړم. خو تر اوسه څه داسې نښه نشته دی.»
ډېموکرېټان د یوې غټې ستونزې سره مخ دي. د ګوند اهم مالي امداد کوونکي، ملاتړي او اهم قانون سازان یې د بایډن او ټرمپ د وروستۍ صدارتي مباحثې وروستو، په دې شک پیدا کړی چې بایډن دې وکولی شي بیا هم صدارتي انتخابات وګټي. د جون په ۲۷مه صدارتي مباحثه کې ۸۱ کلن بایډن ښه کارکردګي ونه ښودله، خو دې ته حاضر نشو چې د ټرمپ د مقابلې نه بهر شي، بلکې وایي چې زغل ته به دوام ورکړي.
د زیارت ورځې په پرېس کنفرنس کې د وړومبي خبریال پوښتنه په دې اړه وه چې بایډن پخپلو زیات شمېر ډېموکرېټانو کې ملاتړ بایلي، او بله پوښتنه د نایب صدرې کامېلا هېرس په باب وه.
بایډن پخپل جواب کې د ټرمپ او کامېلا هېرس نوم غلط کړ، او د دې په ځای چې د خپلې نایبې نوم واخلي، ویې ویل: «که هغه قابله نه وه، نو ما به نایب صدر ټرمپ د نایب صدر په توګه نه غوره کولو.»
د زیارت/پنجشنبې تر ماښامه پورې، د لسو نه زیات د کانګرس د استازو مجلس ډېموکرېټانو په بایډن غږ کړی چې د صدارتي زغل نه بهر شي. دا پرېس کنفرنس د بایډن یوه هڅه وه چې وښيي هغه د نورو څلورو کلونو دپاره صدارتي عهده ترسره کولی شي.