ملګري ملتونه: افغان طالبانو د پاکستان مخالفه تحریک طالبان پاکستان ملاتړ سېوا کړی

ملګرو ملتونو په يو نوي رپورټ کې ويلي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان مخالفه تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ سېوا کړی او ټي ټي پي د پاکستان پرضد حملې زياتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په لسمه جولايۍ ناوخته دغه رپورټ خپور کړی دی او ويلي يې دي، پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي لخوا حملو کې په لسګونو پاکستاني امنيتي ځواکونه او ملکي خلک وژل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي، ټي ټي پي افغانستان کې په غټه کچه شتون لري او د هلته نه په پاکستان کې حملې کوي، او افغان وګړي هم په دغو حملو کې کاروي.

د رپورټ ترمخه، په نړيواله کچه ترهګره ګرځولې شوې ډلې سره په افغانستان کې د شپږو نه تر شپږ نيم زرو پورې جنګیالي موجود دي.

ويل شوی، افغان طالبان د ټي ټي پي په ختمولو کې يا خو پاتې راغلې يا د داسې کولو اراده نه لري، او د افغان طالبانو لخوا د ټي ټي پي په ملاتړ کې سېوا والی په نظر راځي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او تشدد په پېښو کې د سېوا والي وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي، په افغانستان کې واکمنه طالبان، ټي ټي پي ترهګره ډله نه بولي، نزدې اړیکې ورسره لري او په طالبانو د ټي ټي پي د مرستو پور دی.

ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا هم ويلي، القاعده چې د افغان طالبانو سره د اوږدې مودې اړيکې دي، القاعده هم په پاکستان کې د کارروايانو دپاره د ټي ټي پي ملاتړ کوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه رپورټ ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول رپورټونه رد کړي او د طالبانو د حکومت بدنامولو سازش او پروپېګنډا یې ورته ویلي دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د غړو هيوادونو لخوا ويل شوي، چې د ټي ټي پي غړي د ځايي جنګیالو سره د القاعده په کېمپونو کې روزل کيږي کوم چې ترهګرې ډلې د پاکستان سره پولې ته نزدې ننګرهار، کندهار، کونړ او نورستان کې جوړ کړي دي.

په رپورټ کې د غړو هيوادونو لخوا بيا ويل شوي، چې د نېټو او امریکې وسله، چې پکې د شپې ليدو صلاحيت دی، د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته ټي ټي پي ته ورکړل شوي دي او په دغو وسلو ټي ټي پي د شپې په وخت پاکستاني پوځي پوستو باندې په کامیابۍ سره بريدونه کوي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د يو غړي هيواد لخوا اندېښنه څرګنده کړل شوې، چې د القاعده لخوا ټي ټي پي ته سېوا کېدونکي ملاتړ له امله ټي ټي پي د سيمې دپاره خطره جوړېدی شي.

پاکستان هم دغه تورونه لګوي چې د ټي ټي پي حملې د امریکايي وسلو له امله سېوا شوي دي، کومې وسلې چې د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او ټي ټي پي ته په لاس ورغلي دي.

د مې په مياشت کې د امریکې محکمه انصاف دغو تورونو ته په ځواب کې ويلي وو، پاکستان ځواکونو چې د ترهګرو ضد عملياتو کې کومې امریکايي وسلې ترلاسه کړي په هغوکې د اېم فور او اېم 6 په رنګ وړې وسلې دي، او پاکستان دغې ته غټه هوا ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد حملې سېوا کړي، په 2021م کې یې 573 حملې کړې وې او په 2023م کې دغه حملې 1203 ته رسېدلي او په 2024م کې هم روانې دي.

پاکستان وايي، په افغانستان کې ټي ټي پي ته د ازادو فعاليتونو له امله پاکستان کې په تشدد کې اضافه شوې ده.

ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا هم ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د ټي ټي پي د مشرانو دپاره په کابل کې درې ګېسټ هاووسونه يا د مېلمه ځايونو اسانتياوې برابرې کړي، د ټي ټي پي مشرتابه ته یې ګرځېدل اسان کړي او د وسلو اجازه یې ورله ورکړې ده.

په رپورټ کې ويل شوي، طالبان اندېښنه لري چې په ټي ټي پي زيات فشار اچول به دغه ډله د داعش خراسان د مرستو سبب ګرځېدی شي، داعش خراسان د طالبانو ځواکونه او شيعه لږکيو حملې کوي.