د غېر حتمي نتيجې ترمخه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ (PK-22) باجوړ-17 په حلقه پرون په 11مه جولايۍ ترسره شوي ضمني انتخابات د عوامي نېشنل ګوند امېدوار نثار باز ګټلي دي.
د نتيجې ترمخه، محمد نثار باز 11,926 ووټونه اخستي، په دويم نمبر پسې ازاد امېدوار نجیب الله خان 10,622 ووټونه ترلاسه کړي او په درېم نمبر پسې د جماعت اسلامي عابد خان 10,593 ووټونه اخستي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف حمايت يافته د سني اتحاد کونسل راحت الله په څلورم نمبر راغلی 7,146 ووټونه یې ترلاسه کړي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسېن او نور مشران باجوړ ته رسېدلي او میا افتخار حسېن د ګوند په پلويانو غږ کړی، د ګيله من وزیر د مړينې او په وروستیو کې د ډمه ډولې د پېښې له امله دې خوشالي په سادګۍ سره ونمانځي.
په ياده حلقه د اتمې فرورۍ عامو انتخاباتو کې د امېدوار رېحان زېب د وژنې له امله ټاکنې ځنډول شوې وې، رېحان زېب په 31مه جنورۍ د انتخاباتو د کمپاين په وخت په يو وسله وال بريد کې وژل شوی وو، د هغه تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 8) او (پي کی22) نه د ازاد امېدوار په حيث ولاړ وو.
په يادو دواړو حلقو بيا په 21م اپرېل انتخابات شوي او د رېحان زېب ورور مبارک زېب يادې دواړه څوکۍ ګټلې وې، نوموړي د قامي اسمبلۍ پخواني غړي د تحريک انصاف حمايت يافته سنی اتحاد کونسل امېدوار ګل ظفر خان ته ماتې ورکړې، هغه بيا د قامي اسمبلۍ څوکۍ اخستې او د صوبايۍ اسمبلۍ څوکۍ يې پرېښودې وه.