د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعه باجوړ کې امن جرګه شوې او جرګې اعلان کړی د روانې مياشتې جولايۍ په 30مه نېټه به باجوړ کې امن پاڅون کيږي، بشپړکاربنديز به وي.
باجوړ کې امن جرګه پرون د جولايۍ په 18مه نېټه شوې ده.
د جرګې وروسته يو ځايي مشر ملک ګل کريم خان مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، جرګه کې د امن پاڅون پريکړه شوې، د پاڅون دپاره کميټي جوړه کړل شوه، سياسي او قامي مشران به پکې وي، او پاڅون دپاره به تګلاره جوړوي.
هغه زياته کړې، په 30مه جولايۍ به باجوړ کې امن پاڅون وي، ټول باجوړ کې به کاربنديز وي، ټول ګاډي به خار ته راټوليږي، د باجوړ ټول ولس، سياسي او قامي مشران او ټول خلک به د اتحاد څرګندونه کيږي.
هغه ویلي، پاڅون به یې د دوی سره کېدونکي ظلم، قتل عام، چاودنو او هدفي وژنو خلاف وي.
د جرګې په اړه د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر مولانا خانزېب ويلي، جرګې چې د کوم امن پاڅون اعلان وکړو، د باجوړ ټول ولس به د پاڅون دپاره راووځي ځکه چې بدامني د ټول ولس مسله ده.
هغه زياته کړې، دوی د دې خاورې او ولس دپاره امن غواړي، د دوی پاڅون د چا پرضد نه دی، امن د رياست هم ضرورت او ولس هم ضرورت دی ځکه دوی رياست ته وير کوي چې په ټوله پښتونخوا کې دې امن په ځای کړي.
باجوړ کې د امن پاڅون اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په 15مه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې بنو کې په پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي وو. بنو کې نن د ناامنۍ ضد او امن دپاره کاربنديز اعلان شوی دی.
په 16مه جولايۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان وژلي او د وسله والو په نښته کې دوه عسکر هم وژل شوي وو.
په نهمه جولايي پوځ ويلي وو په وزيرستان کې يې د يو کېپټن په ګډون څلور پوځيان وژل شوي او په لسمه جولايۍ د پېښور حسن خېلو کې د لټون د عملياتو په وخت انښته کې دوه پوليس او دوه پوځيان وژل شوي وو.
په پينځمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.
په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.
په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي وو، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث" شوی وو.
د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه".