د کاملا هرېس د نایب صدر جوړیدو امیدوارانو فهرست محدود شوی

کاملا هرېس سره د نائب صدر جوړیدو امیدوارانو فهرست پس د هغه محدود شو چې د ګل/دوشنبې په ورځ د شمالي کېرولاېنا ایالت ګورنر یا والي رای کوپر او د میشیګن ایالت ګورنرې ګرېچېن وېټمر دواړو د دغه څخه ځان بهر کړو

د امریکا د صدارت لپاره د ډیموکرېټک ګوند ممکنه نوماندې کاملا هرېس سره د نائب صدر جوړیدو امیدوارانو فهرست یا لېسټ پس د هغه محدود شو کله چې د ګل/دوشنبې په ورځ د شمالي کېرولاېنا ایالت ګورنر یا والي رای کوپر او د میشیګن ایالت ګورنرې ګرېچېن وېټمر دواړو د دغه څخه ځان بهر کړو.

دغه فیصله چې ډیر اغیز به لري پس د هغه ډیره مهمه شوې کله چې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا صدر جوبايډن د یوې بلې مودې لپاره د ډیموکرېټک ګوند لخوا صدارتي امیدوار په توګه د انتخابي ځغل نه د بهر کېدو او خپل انتخابي کمپین د ختمولو اعلان وکړو او مرستیاله صدره کاملا هرېس د ډیموکرېټک ګوند ممکنه صدارتي نومانده یا امیدواره شوه.

د نائب صدر نوماندان یا امیدواران په صدارتي ټکټ کې د توازن ساتلو لپاره کارول کېدای شي ترڅو د راې ورکوونکو یوې لوی برخه راجلب کړل شي. کاملا هرېس د زیاتره د سپین پوستو نارینه امیدوارنو د فهرست یا لېسټ کتنه کوي.

کوپر د ګل/ دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "زه په دې ویاړم چې د دې رول لپاره په پام کې نیول شوی وم. خو دا د شمالي کېرولاېنا او زما لپاره په احتمالي توګه په دغه قامي ټکټ مناسب وخت نه و . "

هم د ګل په ورځ د میشیګن ایالت ګورنری ګریچین وېټمر سي بي ایس ټیلي ویژن ته وویل چې هغه د مرستیال صدر د نوماند په توګه د هریس د ټکټ د ارزونې پروسې برخه نه وه.

وېټمر وویل: " ما د ميشيګن د خلکو په ګډون هرچا ته ویلي چې زه به د 2026 کال اخر د خپل مودې د ختمیدو پورې ګورنر پاتې کېږم ".

هرېس د دې اوونۍ په اخر کې انتخابي کمپین نه وقفه اخیستې وه. د دوه سرچینو په وینا چې معلومات یې لرلو هرېس د پنسلوانیا ایالت ګورنر جاش شاپیرو په ګډون څو امیدوارنو سره شخصي خبرې کړي.

نور کسان چې ورباندې غور کېږي په هغو کې د کینټکي ګورنر اینډي بېشیر، د اېرېزونا سېنېټر مارک کیلي، د مېنېسوټا ایالت ګورنر ټم والز او د امریکا د ټرانسپورټ وزیر پیټ بټېجېج شامل دي.

پیټ بټېجېج چې حتی د هغه ملاتړ کوونکي هم خیال کوي چې چانس یې کم دی د دوو سرچینو په وینا د هرېس سره د مرستیال نوماند د فرصت په اړه خبرې کړي دي.