د پاکستان د شمالي سیمې ګلګت بلتستان سوداګرو له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان او چین تر منځ پر پوله پر سوداګریزو توکیو د ټېکس د لګولو له امله په احتجاج لاس پورې کړی دی.
د سوست ډرائي پورټ یا بندر کمېټۍ وینا ده چې تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي پرلت به جاري ساتي.
دوی په راتلونکو ورځو کې د قراقرم لویې لارې او سي پیک لارې ته د احتجاج د پراخولو اعلان هم کړی دی.
د وي او اې سره په خبرو کې د سوست ډرائي پورټ یا بندر غړي او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ پخواني غړي جاوېد حسين وويل چې دې وخت د ګلګت بلتستان چېمبر آف کامرس، امپورټ ایکسپورټ ایسوسي ایشن ګلګت بلتستان د سلګونو وړو او غټو تاجرانو نه علاوه د سوداګرو اتحادیې غړو او همدارنګه نورو ادارو د ګمرک چارواکو د تګلارو پر ضد پرلت پیل کړی دی.
جاوېد حسین د ټېکس نفاذ په اړه وویل چې د جنورۍ راهیسې د ګلګت بلتستان د وړو او لویو سوداګرو 200 کانټینرونه په سوست بندر کې بند پاتې دي. د اپریل په میاشت کې د تجارت لپاره د پولې پرانستلو وروسته، د ګمرک چارواکو د نوي ټېکس قوانینو په اړه خبر ورکړو چې دې وروسته د سوداګرو ټولنې پریکړه وکړه چې دا مسله به د ګلګت بلتستان اسمبلۍ کې پورته کوي.
د هغه په وينا، اسمبلۍ د يو قرارداد په منظورولو سره په ګلګت بلتستان کې له چين څخه درامد یا وارد شوي مالونه د هر ډول سېلز، انکم، او ود هولډنګ ټيکس ختم کړو . خو د کسټم چارواکو دغه سامان ته کلیرنس ور نه کړو.
هغه وويل د احتجاج كوونكو تاجرانو ټولنې پرېكړه كړې چې دا مسله به د ګلګت بلتستان په چيف كورټ كښې پورته كوي۔ لس ورځې وړاندې د جولای په ۲۰ مه د ګلګت بلتستان سترې محکمې د یوه حکم له لارې د ګلګت بلتستان وارداتو او صادرونکو ته په سوست وچ بندر کې د سیلز ټېکس، انکم ټېکس او نورو اضافي ټېکسونو څخه تر نوې نېټې پورې استثنی یا معافیت ورکړو.
د نور پولو په څیر د ټېکسونو نفاذ
جاوېد حسین وايي، پر پوله د ګمرک یا کسټم چارواکي وايي، چې د پاکستان د نورو پولو په څېر په سوست بندر کې هم د ټېکس نفاذ کوي.
خو دلته د سوداګرو ټولنه وايي چې د ګلګت بلتستان ځمکنی او اساسي حیثیت د پاکستان د نورو ښارونو او صوبو نه بدل دی او د یوې لانجمنې سیمې په توګه دلته د نورو سیمو قانون نشي پلي کیدی.
د سوست ډرائي پورټ غړي او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ پخواني غړي جاوید حسین وویل چې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ او چیف کورټ له حکم برسیره د ګمرک اداره د دوی د غوښتنو د منلو نه انکار کوي، چې له دې وروسته دوی سره د یو پرامنه پرلت کولو پرځای کومه بله لاره نه وه.
د سوداګرو دغه پرلت د هنزه گوجال تحصیل په سوست سیمه کې د کوم ځنډ بغیر روانه ده.
د پاکستان او چین تر منځ د سوداګرۍ وچ بندر یا ډرائي پورټ په سوست کې جوړ شوی، چې د چین له پولې خنجراب نه شاوخوا 80 کیلومیټره فاصله یا واټن لري.
ډیر تجاراتی سامان بند پروت دی
د ګلګت بلتستان وومن چیمبر آف کامرس خوشحال نور وايي چې د سوست بندر کې د دوی ډیر تجارتي مالونه هم بند پاته دي چې له امله یې دوی نه یوازې مالي بلکې ذهني ستونزو سره مخ دي. ځکه چې هغه ښځې چې دوی نه سامان اخیستو اډرونه کړي یا غوښتي هغوي هره ورځ په ټیليفون پوښتنې کوي او ما سره په دې اړه د قناعت وړ ځواب نه وي
د وي او اې سره د خبرو په وخت هغې وویل چې د ګلګت بلتستان ښځو ته د پنجاب په پرتله د چین نه د سامانونو راغوښتل اسانه دی.
د هغه په وينا، نه يوازې د ښځو لپاره د پرسونو یا بټوو، د ډول سينګار سامان او نورو توکو بعیې مناسبې دي، بلکې کيفيت يې هم ښه دى.
خوش نور زياته کړه چې په چين کې هم د ګلګت بلتستان د ښځو له خوا جوړو شويو سامان ډېره اړتيا ده. د اګست په مياشت کې په چين کې د ښځو په اړه يو نندارتون هم جوړيږي. خو په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې بندې دي ، دوی انديښنه لري چې ښايي د دوی سوداګریز پلاوی په دغه نندارتون کې ګډون ونه کړی شي.
ستونزه د صوبایي حکومت نه بلکې د مرکزی حکومت ده
د ګلګت بلتستان د وزیر اعلا د اطلاعاتو لپاره ځانګړی معاون ایمان شاه وي او اي ته وویل چې د خنجراب د لارې د پاکستان او چین تر منځ برامدات یا صادرات د نشت برابر دي، او 98 فیصدي تجارت د درامداتو مالونو کیږي.
ایمان شاه زیاته کړه چې په بندر کې د سوداګرو مالونه نه دي نیول شوي بلکې هلته خوندي ساتل شوي دي. خو اوسنۍ ستونزه د صوبايي حکومت نه بلکې د وفاقي حکومت له لوري ده او ايف بي آر واضحه هدايات کړي دي چې د هېواد د نورو پولو لکه تورخم، چمن او تفتان په شان د خنجراب پوله باندې هم د نوي ټيکس اصول نافذ کړل شي.
ایمان شاه همداراز وویل چې له دې ځایه اکثره داسې غږونه پورته کیږي چې کله د پاکستان په قومي اسمبلۍ او سېنېټ کې د ګلګت بلتستان استازیتوب نشته نو بیا د یونیفارم ټېکس د ټولولو غوښتنه څنګه کېږي؟
د ګلګت بلتستان د وزیر اعلا د اطلاعاتو لپاره ځانګړی معاون ایمان شاه وویل د خبرو اترو کمېټۍ جوړه کړې شوې ده۔ د سوداګرو ټولنې سره ځینې ناستې هم شوي دي. تمه ده چې دا مسله به په راتلونکو ورځو کې حل شي.
(یادونه: د وي او اي اردو څانګي نذر الاسلام په مننه)