خېبر: وسله وال بريد کې دوه پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي

پولیس وایي د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلعې خېبر کې وسله والو په پولیسو برید کړی، دوه پوليس او يو ملکي وګړی پکې وژل شوي، يو پوليس او يو ملکي وګړی پکې ژوبل شوي هم دي.

د خېبر پوليسو وي او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د سه شنبې یا نهې په ماښام د لنډيکوتل سره نزدې په چاروازۍ علاقه کې شوې او پوليس پارټي پکې په نخښه شوې ده.

د پولیسو وینا ده چې دغلته په چیک پوسټ نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې پولیس او عام خلک پکې لګیدلي دي.

د خېبرپوليسو ويلي، په بريد کې حوالدار عالمزېب او سپاهي شېرعالم وژل شوي دي.

په پېښه کې د وژل شوو کسانو جسدونه او ژوبل روغتون ته رسول شوي، او وروسته پوليسو ويلي، د وژل پوليسو اهلکارو جنازه ادا کړل شوې ده.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې، پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي او سیمه کې یې د ملزمانو د نیولو لپاره د لټون عملیات پيل کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي او وزيراعلا علي امين ګنډاپور د وژنو غندنه کړې او د وژل شوو د کورنيو سره یې خواخوږي کړې ده.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې په پولیسو، پوځ او ایف سي ځواکونو د ترهګرو بریدونه چټک شوي او تېره اوونۍ هم سرچینې وایي په قبایلي ضلعه کورمه کې وسله والو د پولیسو په یوه تاڼه برید کړی وو چې پکې یو پولیس وژل شوی او پینځه نور ژوبل شوي وو.

د پوځ د ویاندې ادارې آی اېس پي آر مشر لیفټننټ جنرال احمد شریف تېره اوونۍ رسنیو ته ویلي وو چې سږ کال ترهګریزو بریدونو او وسله والو سره نښتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

هغه ویلي وو امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.