حماس او حزب الله د خپلو مهمو مشرانو له وژل کېدو وروسته، په اسرايل د بريد په اړه مشکل سره مخ دي

اسماعیل هنیه په تهران کې د ایران د نوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند په دستوره کې

د اسرايل د ملي امنیت يو پخواني سلاکار وي او اې ته ویلي چې د ایران ملاتړې پراکسي ډلې حماس او حزب الله د خپلو دوه مهمو غړو د وژلو وروسته د مشکل سره مخ دي چې د اسرایل څخه بدل واخلي. د نهې/ سه شنبې په سهار په بيروت کې د حزب الله یو کمانډر او د شورو/چهارشنبې په سهار تهران کې د حماس مشر وژل شوي دي.

د اسرايل ريزرو بريګیډيیر جنرل جېکب نېګل چې د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن یاهو پخوانی د ملي امنيت سلاکار دی، وي او اې سره یې د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ټيليفون خبرې کړي دي. نېګل په اسرايل کې مېشت د ډېموکرېسۍ د دفاع فاونډېشن او د امریکا بهرنيو چارو پاليسۍ او امنيت د څيړنې په ګروپ کې دی.

اسرايل دعوه کړې، د لبنان د پلازميني په جنوب کې د حزب الله په قوي مرکز بريد کې یې د حزب الله مشر فواد شکر وژلی دی، حزب الله امریکې ترهګره ډله ګرځولې ده.

خو حزب الله نه دي ويلي چې شکر په بريد کې وژل شوی دی.

د اسرايل حکومت او پوځ په ايران کې د بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو د حماس ترهګرې ډلې ويلي په تهران کې یې سياسي مشر اسماعيل هنيه وژل شوی دی.

فائل تصویر: جېکب نګېل په ۲۰۱۶ کال کې، کله چې د اسرایل د قامي سلامتیا نګران سلاکار و او واشنګټن ته راغلی و

حماس او د ايران رسنيو په اسرايل د دغه بريد تور لګولی خو کوم ثبوت یې نه دی ورکړی.

په تهران کې د حماس د سياسي مشر د وژنې په اړ جېکب نېګل ويلي، په اسرايل د اووم اکتوبر د حماس د حملې، د دغه ډلې درې سياسي مشران زمه وار وو. هنيه، خالد مشعل او صالح الاروري (د چا په اړه چې حماس تور لګوي اسرايل په دويمه جنورۍ په جنوبي بيروت کې په بريد کې وژلی وو). دوه ترې واخستل شو او يو لا پاتې دی.

ايا ايران به ځواب ورکړي؟

دغه پوښتنې ته په ځواب کې نېګل ويلي، ايران به ځوابي کارروايي کوي، ايران په عمومي توګه د حماس يا حزب الله کارولو دپاره داسې کوي.

حماس به هم غواړي چې ځوابي کارروايي وکړي، خو د اسرايل سره د نهه مياشتو د جګړې وروسته حماس سره دومره توان نه دی پاتې. خو که وغواړي په تل ابيب ميزايل داغلی شي.

خو حزب الله بيخي بدل دی، ډېر توان لري. فيصله به ورته کول وي چې د اسرايل د خپلې نهه مياشتې کمې درجې شخړې د بدل اخستو کارروايۍ دپاره بلې درجې ته لاړ شي، ايا هغه به پوره جګړه غواړي که نه؟ خو که ځوابي کارروايي کوي، زما خيال دی کوي به یې، نو اسرايل ته به یې پرضد بيا کارروايي کول وي.

هغه ویلي، په لبنان کې ډېر اهداف دي چې مونږ پرې حمله کولی شوي، خو مونږ به ګورو چې وروستۍ ځوابي کارروايي څوک کوي، ځکه وروستۍ به مهمه وي.

د نېګل نه وي او اې پوښتنه کړې، د ځوابي کارروايۍ په صورت کې د اسرايل د چارواکو نه د کوم ډول اقداماتو تمه لرئ؟

هغه ويلي، د اسرايل د کورنيو چارو کمانډ د تياريانو په لړ کې هيڅ بدلون نه کوي. که مونږ سره کوم ځانګړي احتياطي تدابير دي کومو ته چې اړتیا لرو هغه به اخلو. دا وخت اسرايل لارښوونو ته غوږ نيولی، که سايرن غږيږي نو کوم پناه ځای ته دې لاړ شي. مونږ د شمال اوجنوب او بل هرې خوا نه د اسرايل د امنیت ساتنه کوو.