د امریکا خارجه وزیر: د اسماعیل هنیه په وژنه کې مونږ لاس نه لرلو

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن ویلي چې امریکا د حماس د مشر اسماعیل هنیه په هدفي وژنه کې ککړه نه ده او نه هم د داسې څه منصوبې نه خبره وه. هغه یو ځلي بیا غزه کې د یوې ډزبندۍ په اهمیت ټینګار کړی دی.

بلېنکن نن د شورو/چهارشنبې په ورځ سېنګاپور کې د سفر پر مهال یوې مرکې کې وویل: "دا [د هانیه وژل کېدل] داسې څه و چې مونږ ترې خبر نه و او په کې ککړ نه یو. په دې اړه څه ویل ډېره ګرانه ده."

په تهران کې د نوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند دستورې د پرځای کېدو څو ساعته پس، د ایران انقلابي دسته – سپاه پاسداران د اسماعیل هنیه د وژل کېدو خبر تصدیق کړ.

اسماعیل هنیه چې د حماس سیاسي مشر و او دا څو کاله یې قطر کې ژوند کولو، د دې فلسطیني ډلې د عالمي سفارتکارۍ مخکښ استازی بلل کېدو.

د هنیه وژل کېدل ځینو سره دا وېره راپېدا کړې چې د جګړې لمن به په منځني ختیځ کې نوره هم خوره شي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن نه چې د هنیه د وژنې د نتایجو په باب پوښتنه وشوه، نو هغه وویل: "ما په ډېرو کلونو کې دا زده کړل چې هېڅکله داسې څه ګومان/قیاس آرایي ونکړم چې یوه واقعه به په نورو شیانو څه اثر وغورځوي."

د هنیه د وژل کيدو نه یوه ورځ وړاندې اسرایل دعوه وکړه چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې یو کمانډر وژلی دی، کوم چې د اسرایل په باور، په ګولان غرونو کې د څو ورځې وړاندې مرګوني راکټي برید ذمه وار و.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن، چې د تېرې هفتې راهېسي د اېشیا په سفر تللی دی، دا هم ویلي چې په غزه کې ډزبندي او د یرغمل شوو تنانو راخوشې کېدل ډېر اهم دي او امریکا به د دې کار یقیني کولو دپاره خپل ټول وسع او توان استعمال کړي.