په ایران کې د فلسطیني حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو ته په نړېواله کچه پراخ غبرګونه مخې ته راغلي دي. که څه هم حماس ډلې، اسراییل ذمه وار ګرځولی، مګر اسراییل تر اوسه څه تبصره نده کړې.
قطر، مصر او امریکا دا تېرې څو میاشتې په دې هڅه کې دي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ مذاکرات کامیابه شي، مګر اوس د هانیه په وژل کېدو سره د مذاکراتو دا پروسه د سنجیده پوښتنو سره مخ شوې ده.
د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي چې: "سیاسي هدفي وژنې او په غزه کې په دوامداره توګه د عوامو په نښه کول، داسې حال کې چې مذاکرات دوام لري، مونږ دې پوښتنې ته اودروي چې کله یو اړخ د بل اړخ مرکچي هدفي وژني، نو بیا منځګړېتوب به څنګه کامیابه شي؟"
د قطر وزیراعظم زیاته کړې ده چې د امن دپاره "سنجیده شراکتدارو" ته ضرورت شته.
د قطر خارجه وزارت په اسماعیل هنیه باندې مرګونی برید، په شخړو کې "خطرناکه اضافه" بللې ده. د دې وزارت په بیان کې ویل شوي چې د هنیه هدفي وژنه او "د اسراییل دا رویه چې غزه کې اولسي خلک په دوامداره توګه په نښه کوي، دا به خطه کې ګډوډي راپېښه کړي او د امن دپاره چانسونو ته به نقصان ورسوي."
مصر هم په اسرایل تور لګولی چې ګني د شخړو د آرامولو دپاره سیاسي اراده نلري.
د اسرايل د وزيراعظم بنيامين نېتنياهو په کابينه کې شامل د کلتور وژیر عميحايي الياهو په اېکس په عبرانۍ ژبه کې ويلي، نړۍ د ګندګۍ نه پاکولو دا سمه طريقه ده، نورې به د امن يا وسلې اېښودو تړونونه نه کيږي.
هغه ويلي، د دغو خلکو په کلکه د مخې نيولو سره به امن راځي، او د هنيه مرګ به د نړۍ دپاره يو څه خېر وکړي.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن چې د سېنګاپور په سفر تللی دی، د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل: "هغه څه چې زه یې تاسو ته ویلی شم دا دي چې فکر کوم هېڅ شی هم ډزبندۍ ته د رسېدو اهمیت نه راکموي."
بلينکن د يادې پېښې څخه د لاتعلقۍ څرګندونه کړې او ویلي يې دي امریکا په دې ککړه نه ده .
SEE ALSO: د امریکا خارجه وزیر: د اسماعیل هنیه په وژنه کې مونږ لاس نه لرلود واشنګټن پوسټ ترمخه د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټين د شورو په ورځ فلپاين کې خبريالانو سره خبرو کې ویلي، زما په خیال جګړه ضروري نه ده.
هغه ويلي، امریکا ټولې ممکنه هڅې کوي چې د شخړې خورېدو مخه ونيسي.
د ایران نوي صدر مسعود پزشکیان په اېکس (پخواني ټوېټر) ویلي چې ملک به یې د خپل علاقائي سالمیت، وقار او عزت دفاع وکړي، او اسرایل به "د خپل بزدلانه عمل نه پښېمانه کړي."
د فلسطیني انتظامیې مشر محمود عباس د اسماعیل هنیه وژل کېدل "یو بزدل عمل او [د کشیدګیو] شدیده اضافه" بللې ده.
محمود عباس فلسطينيانو ته د اسرايل پرضد د يو موټي کېدو او په زغم سره کلک ودرېدو ټينګار کړی دی.
د رويټرز ترمخه، د اسماعيل هنيه زوي عبدالسلام هنيه ويلي، پلار یې څلور ځله په وژونکي بريد کې روغ وتلی، نن هغه ته هغه مرګ ترلاسه شو د کوم چې هغه لېواله وو.
ترکیې هم د هنیه وژل کېدل غندلي او هغه یې شرمناک برید ګڼلی دی. د ترکیې خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي: "دا حمله په دې مقصد هم شوې چې د غزې جنګ، د خطې په کچه شخړې باندې بدل کړي."
د ترکي صدر رجب طيب اردوان په اېکس پوسټ کې ويلي، د اسماعيل هنيه وژنه د فلسطينیانو خواهش نه شي ختمولی.
هغه ویلي: "د هنيه وژنه د فلسطين د مسلې مقصد نه شي اغېزمنولی، د دې وژنې مقصد په غزه کې د عظيم مزاحمت او زمونږ د فلسطيني بچو د جايزه مبارزې اغېزمنول او هغوی ويرول وو، خو د صهیونیستانو بربريت به په خپل مقصد کې کامیاب نه شي."
د ترکي صدر درې ورځې وړاندې د فلسطينيانو د مرستې دپاره اسرايل ته د ننوتلو ګواښ کړی او ويلي يې وو، ترکي اسرايل ته داسې داخلېدی شي څنګ چې په تېر وخت کې ليبيا او ناګورنو قره باغ ته داخل شوی وو.
روس هم د اسماعیل هنیه د وژني مذمت کړی او هغه یې "غیرقابل قبول سیاسي هدفي قتل" ګرځولی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لي جيان هم د حماس د مشر د وژنې غندنه کړې او د بيجينګ ژوره اندېښنه یې پرې ښکاره کړې ده.
چين ويلي، د دې پېښې نه به په سیمه کې بې ثباتي جوړه شي، په غزه کې دې زر تر زره جنګ بندي وشي.
تېره اوونۍ د چين په يو مذاکراتي عمل کې حماس او الفتح په ګډون 14 تنظيمونو خپل اختلافات ختم کړي او تړون یې لاسليک کړی وو.
اسرايل د بيجينګ په مينځګړيتوب شوې دغه تړون غندلی او ويلي يې وو، د جګړې وروسته به په غزه کې د قامي مصالحتي حکومت کې حماس شريک نه کړل شي.
ملايشيا ويلي، د هدفي وژنو د پېښو سره د تشدد د ټولو کارروايانو غندنه کوي، او امن خوښي قومومنه د داسې کارروايانو غندنه کوي.
په دې رپوټ کې څه معلومات د روئټرز خبري ادارې نه اخېستل شوي دي