اسرایل او لبنان کې خلک د حزب الله راکټي برید ته د اسرایل سخت ځواب لپاره تیارۍ نیسي
اسرایل د نهۍ په ورځ ویلي چې د لبنان په جنوب کې په اوو سیمو کې يې د حزب الله په مرکزونو هوایي او د توپخانې بریدونه کړي دي. په دواړو هېوادونو کې خلک د خالي په ورځ د حزب الله په راکټي برید کې چې 12 دروز ماشومان او تنکي ځوانان پکې وژل شوي د سخت اسرایلي ځواب لپاره تیارۍ نیسي . نور معلومات د لېنډا ګرېډ سټین په رپورټ کې عابد حسین وړاندې کوي.