امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې د روس سره یې د قیدیانو یوه تاریخي تبادله کړې ده، چې په آزادو شوو کسانو کې امریکایي صحافيان اېوان ګېرشکوویچ او آلسو کورماشېوا، پخوانی امریکایي سمندري پوځي پاول وېلان، او د امریکا ګرېن کارټ لرونکی ولاډیمیر کارامورزا هم شامله دي.
ټولټال امریکا ته شپاړس (۱۶) کسان په دې تبادله کې آزاده کړی شول، چې په دې کې پنځه تنان په غلطه قید کړی شوي جرمنان، او اوه روس شهریان شامل و، چې په مقابله کې یې اته (۸) روسان آزاده کړی شول، کوم چې په امریکا، جرمني، پولېنډ، ناروې، او سلووېنیا کې بندیوان وو.
د جنګ سرد د زمانې راهېسي، دا د روس او امریکا ترمنځ د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ګڼل شوې ده.
د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېووان په یو پرس کنفرنس کې خبریالانو ته وویل: "د نن ورځې تبادله به تاریخي وي. د جنګ سرد راهېسي په دې شمېره باندې وګړي په دې طریقې تبادله شوي نه و."
سولېووان دا هم وویل چې د دې تبادلې په خاطر د زیاتو میاشتو راهېسي پېچلي مذاکرات روان و.
د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار زیاته کړه چې دا وړومبۍ معامله ده چې په دومره شمېره ملکونو او اتحادیانو په مشترکه توګه سره کار کړی چې په غلطه بندي کړی شوي وګړي راخوشې کړي.
د امریکاییانو نه علاوه، په دې معامله کې جرمن شهریان او روس سیاسي قیدیان هم آزاده کړی شول، چې په کې دیتر وورونین، کېوېن لېک، ریکو کریګر، پاټرېک شوبل، هرمان موژس، اېلیا یاشین، لېلیا چانیشیوا، کسینیا فېډیووا، واډیم اوسټانېن، اندرې پاېوواروف، اولېګ اورلوف، او شاشا سکوچېلېنکو شامل دي.
د امریکا صدر جو بایډن هم په دې باب یو بیان خپور کړی او هغه کې یې ویلي: "ځیني دغه ښځې او نارینه په غیرمنصفانه توګه کلونه کلونه بندیوان وو. ټولو باندې یې غیرقابل تصور کړاو او بې یقیني حالت تېر شوی دی. نن د هغوی درد ختم شو. د دوی د آزاده کولو معامله، د سفارتکارۍ یوه کامیابي وه."
د راخوشې کړی شوو امریکاییانو په منځ کې پاول وېلان چې د امریکا د سمندري قواوو پخوانی پوځي و، تر ټولو زیات وخت په بند کې پاته و. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په ماسکو کې ګرفتاره کړی شوی و. په ۲۰۲۰ کې، هغه ته د جاسوسۍ په الزام، کوم چې هم وېلان او هم امریکا رد کړي دي، په روس کې د شپاړسو (۱۶) کلونو قید سزا واورول شوه.
د والسټریټ جرنل خبریال ګېرشکوویچ او د رېډیو فري یورپ خبریاله کورماشېووا دواړه په ۲۰۲۳ کال کې په روس کې زنداني شول او په جولائی ۱۹مه په دوو جدا عدالتي اورېدنه کې چې د بندو دروازو ترشاه وه، په سزا محکوم شول. دا عدالتي کاروایي تر ډېره هسې جعلي وګڼل شوه.
کارامورزا یو فعال او د واشنګټن پوسټ دپاره کالم لیکونکی و، چې د اپرېل ۲۰۲۲ کال راهېسي په روس کې قید و او په دې تبادله کې آزاد کړی شو. کارامورزا سیاستمدار او تاریخ لیکوال هم و چې په جېل کې د خپل لیکل شوو خطونو په خاطر یې د پولېټزر جایزه هم ګټلې وه.
روس په دې تبادله کې د واډیم کراسېکوف آزادېدل یقیني کړل کوم چې په جرمني کې عمر قید ورباندې ختلی و.
سولېووان خبریالانو ته وویل: "دا واضحه شوه چې روسان به تر هغو د دې کسانو آزادولو ته راضي نشي څو د واډیم کراسېکوف په شمول تبادله ونشي."
کراسيکوف په کال ۲۰۱۹ کې په برلېن کې د یو چچیني وګړي د قتل په تور زنداني شوی و. مخکې تر دې داسې ګڼل کېده چې هغه به د الکسي نووالني سره مبادله شي. الکسي نووالني د روس د حزب اختلاف مشر و چې په فرورۍ ۲۰۲۴ کې د روس په جېل کې مړ شو.
نور هغه کسان چې روس ته تسلیم کړی شول، په هغو کې د سلووېنیا د قید نه آرتېم وېکټوروویچ ډولټسف او انا والرېفنا ډولېټسفوا، د ناروې د قید نه مېخائیل والروویچ مېکوشین، د پولېنډ له قید نه پاول الېکسېوویچ، او د امریکا له قید نه رومان سېلېزنیف، ولاډېسلاو کلیوشین او واډېم کونوشچېنوک شامل و.
د والسټريټ جرنل یو خبریال پاول بېکټ چې د ګېرشکوویچ د خلاصون کمپېن یې چلولو، وي او اې ته د روان کال په پیل کې ویلي و چې د ګېرشکووېچ زنداني کېدل په روس کې، دا څرګندوي چې په دنیا کې صحافیانو ته څومره خطره موجوده ده.
بېکټ د زیارت په ورځ وي اواې ته وویل چې د ګېرشکووېچ د آزادېدو خبر، هغه ډېر جذباتي کړی دی. هغه وویل: "خوشحالي، قدرداني، اوښکې، خنداګانې، دا ټول جذبات په یو دم راغلل. مونږ د اېوان په خاطر ډېر خوشحاله یو."
اېوان ګېرشکوویچ د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د جاسوسۍ په الزاماتو روس کې بندیوان شو، چې په پراخه توګه یو بې بنیاده او د سیاسي غرضه ډک الزام ګڼل کېدو.
کورماشېووا په پراګ کې د رېډیو فري یورپ د تاتار-باشکیر څانګې اېډېټره ده چې رېډیو فري یورپ بیا د وي او اې سره نږدې تعلق لرونکې رسنۍ ده. کورماشیووا هم د روس او هم د امریکا شهریت لري. هغه په مئی ۲۰۲۳ کې د خپلې مریضې مور لیدو دپاره روس ته تللې وه.
خو کله چې په جون ۲۰۲۳ کې یې وغوښتل د روس نه ووځي، چارواکو یې پاسپورټونه قید کړل. هغه انتظار پاته شوه او بیا په اکټوبر میاشت کې ګرفتاره کړی شوه.