لوفتهانزا ائیرلاین، تل ابیب او بیروت ته خپل پروازونه منسوخه کړل

د جرمني لوفتهانزا ائیرلاین د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسرایل ته/او د اسرایل نه خپل ټول مسافروړونکي او بار وړونکي یا کارګو پروازونه کم از کم د اګسټ تر ۸مې پورې منسوخه کوي.

د لوفتهانزا کمپنۍ ترجمان د پروازونو د منسوخه کېدو دلیل "په خطه کې موجوده واقعات" وبلل او دا یې هم وویل چې دوی بېروت ته او د بېروت نه د پروازونو ځنډول هم د اګسټ تر ۱۲مې نېټې پورې غځولي دي.

په منځني ختیځ کې د وروستیو کشیدګیو د اضافه کېدو سره ګڼ شمېر ائیرلاینونو هغې خطې ته خپل پروازونه بند کړي دي.

د خالي/شنبې په ورځ یوه راکټي حمله کې چې د اسرایل د قبضې لاندې د ګولان غونډیو په سر د فوټبال یو میدان کې وشوه، دوولس تنکي ځوانان او ماشومان ووژل شول. د هغه نه پس اسرایل ژمنه وکړه چې د دې حملې انتقام به اخلي، او دې سره لبنان د اسرایل د انتقامي کاروایۍ توقع لري.

د لبنان حزب الله ډلې ویلي چې په ګولان غرونو باندې حمله کې دوی لاس نه لرلو، خو اسرایل وایي چې په دې حمله کې داسې راکټ استعمال شوی چې ایران جوړ کړی او حزب الله هغه راکټونه لري.

لوفتهانزا ائیرلاین په داسې وخت کې لبنان او اسرایل ته خپل پروازونه ځنډولي او منسوخه کړي چې په بېروت کې د امریکا سفارت، امریکایي شهریانو ته لبنان ته د سفر نه کولو څلورمه درجه خبرداری جاري کړی دی.