جاپان او امریکا د خپل اتحاد په تازه کولو، د جنګي صلاحیتونو د سېوا کولو عزم لري

د امریکا دفاع وزیر لائيډ آسټن، خارجه وزیر انټني بلېنکن، او د جاپان وزیراعظم فومیو کېشیدا

د امریکا پخواني پوځي چارواکي او ماهرین وایي چې د امریکا او جاپان ترمنځ د وروستیو امنیتي مذاکراتو نه پس دا اعلان چې په جاپان کې به د امریکا موجوده وسله وال ځواک دوباره ترتیب کیږي، د دې توجو به په انډو-پاسفیک خطې کې جنګي صلاحیتونو ته وده ورکول وي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ توکیو کې د جاپان-امریکا امنیتي مشورتي کميټې په یوه ناسته کې، دواړو ملکونو په دې اتفاق وکړ چې جاپان کې د امریکایي قواوو (یو اس اېف جې) کمانډ او کنټرول نوی کړي او د موجوده یو اس اېف جې اډانه، د قواوو په یو مشترک مرکز بدل کړي.

پس د هغه چې د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او د دفاع وزیر لائیډ آسټن د خپلو جاپاني هم منصبانو یوکو کاميکاوا او مینورو کېهارا سره وکتل، یو بیان کې وویل شول چې دغه نوي مشترک مرکز ته به "وسعت یافته مېشنونه او عملیاتي ذمه واریانې" وسپارلی شي.

د امریکا د فضایي قوت یو ریټایرډ جنرل، جیري مارتینېز چې د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۹ پورې یې په (یو اس اېف جې) کې کار کړی دی، وایي چې دا کار د امریکا، جاپان، او په ټوله کې د ائتلاف دپاره "یو عظیم ګام" دی.

مارتینېز د شورو/چهارشنبې په ورځ د اېمیل د لارې وي او اې کوریا څانګې ته وویل: "دا اقدام د دې څرګندونه کوي چې دواړه ملکونه دې اتحاد ته په څومره لوړ قدر کتل کوي، او همدا راز دا ښيي چې څومره ضروري ده دا یقیني شي چې جاپان په خطه کې د هرقسمه دړکو په وړاندې همېش آماده ولاړ وي."

جنرل (ر) مارتینېز زیاته کړې ده چې، "دا کار، احتمالي خطرو ته یوه قوي اېما لېږي چې جاپان په مجموعي توګه روزل شوی، آماده او د عملیاتي اړخه چمتو دی چې د هر قسمه چلېنج مقابله وکړي."

هري هرېس، چې د ټرمپ د صدارت په وخت کې جنوبي کوریا کې د امریکا سفیر پاته شوی و، د نهې په ورځ وي او اې کوریا سروس ته ویلي چې (یو اس اېف جې) پوځي مرکز ته به د عملیاتو د کمانډ لا زیاتې ذمه وارۍ وسپارلی شي.

هرېس چې د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۸ پورې د امریکا انډو-پاسفیک کمانډ مشر هم پاته شوی و، وي او اې ته پخپل اېمیل کې لیکلي: "دا کار د یو اس اېف جې کردار، چې تر اوسه محدوده و، په عظیمه توګه وسعت ورکوي."

هرېس زیاته کړې ده چې تر دې وړاندې یو اس اېف جې سره د جنګ د مشترکه منصوبه بندۍ ذمه واري نه وه، او اوس به د امریکا او جاپان ترمنځ د موثره مشترکه منصوبه بندۍ اهمیت په ډاګه کړي.

امریکایي قوتونه د ۱۹۵۷ کال راهېسي په جاپان کې پرځای شوي دي، او اوس چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې د دې قواوو اډانه دوباره ترتیب شي، نو دا به، د امریکا د دفاع وزیر، لائیډ اسټن په وینا، د دې ځواکونو په تاریخ کې تر ټولو عظیم بدلون وي.

په دې بدلون کې به جاپان کې مېشتو امریکایي قوتونو ته د جنګي کمانډ هغه اختیارات ورکړی شي چې تر اوسه په هاوایي کې د امریکا انډو-پسېفیک کمانډ سره و.