د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د مال وړونکو ګاډو د تګ راتګ دپاره تړل شوې ده، چې له امله یې دواړه خواو ته د مالونو ډک ګاډي [ټرکونه] ودرېدلي دي.
ډان ډاټ کام خبر ورکړی خېبرپښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمبر رابطه کار ضياالحق سرحدي ویلي، د افغان ټرک ډرايورانو د عارضي داخله یا سفري اسنادو ترلاسه کولو دپاره ورکړل شوې نېټه په 31مه جولايۍ سر ته رسېدلې ده.
وي او اې په تورخم پوله د چارواکو او افغان سوداګرو او طالب چارواکو سره په دغې اړه د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
د رپورټونو ترمخه افغان چارواکو پاکستان ته ویلي، چې کوم ډرايوران اسناد نه لري هغو ته دې پاکستان ته د سفر اجازه نه ورکول کیږي.
او بيا چې پاکستان دغه ګام پورته کړی، افغانستان لوري ته مال وړونکي ګاډي هم ودرول شوي دي.
پرون د پاکستان ګمرک يا کسټم يو چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي وو دوه اړخيزه تجارت روان دی خو وایي چې کومو ګاډو سره اسناد يا پاسپورټ او ويزه نه شته هغوی يو اړخ نه مال نه شي رابار کولی. ډرايوران وايي دې پرېکړې اغېزمن کړي دي.
د ځينو رپورټونو ترمخه افغان چارواکو ویلي، د پاکستان سره یې په دغې اړه خبرې پيل کړي دي.
د چارواکو په خبره، د پاکستان حکومت د تورخم په پوله د مال وړونکو ګاډو پاکستانیو او افغان ډراېورانو لپاره د داخلې لنډمهاله یا عارضي اسنادو لازمي کړي دي.
ويل شوي ډرايورانو ته د تګ راتګ دپاره وخت ورکړل شوی خو چې چا سره اوس اسناد نه وي هغوی دواړو غاړو ته نه شي اوړېدی.
له دې وړاندې ويل شوي وو، ډرايوران په کابل کې د پاکستان په سفارت او اسلام اباد کې د طالبانو د سفارتخانې او پېښور کې د کونسلګرۍ څخه اسناد ترلاسه کولی شي.
خو په دغه لړ کې هم وړاندې ډرايورانو د مشکل سره مخ کېدو ويلي وو.
د روان کال په مارچ مياشت کې د پاکستان د حکومت يو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و اوهلته افغان طالب چارواکو سره له ناستې وروسته ډرايورانو ته د ويزې پرته د ځانګړې اجازت نامې په ورکولو باندې سلا شوي وو.