د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د 28مې جولايۍ څخه د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ پرلت دوام لري، پرون د حکومت لخوا د پرلت سره د مذاکراتو کاميابېدو ويل شوي وو.
خو بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ويلي، پرون یې په پينځمه ورځ هم پرلت روان وو او نن په دويم اګست یې د نورو احتجاجونو اعلان کړی دی.
د بلوچستان حکومتي چارواکو پرون ويلي وو، چې د حکومت او په ګوادر کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو تر منځ مذاکرات کامیاب شوي چې له هغې وروسته د بلوڅو د یووالي کمیټې د خپل احتجاج ختمولو اشاره کړې ده.
خو د بلوڅو د یووالي د کمیټې مشره ماه رنګ بلوڅ وایي مذاکراتو کې یې حکومت ته شرطونه ایښي چې د بلوچ راجي مچي یا بلوڅو د قامي غونډې د ګډون والو خلاف باید د ګوادر په شمول ټول بلوچستان کې د طاقت او تشدد د استعمال مخه ونیول شي او د راجي مچي نیول شوي ټول ګډون وال دې په سمدستي توګه خوشې کړل شي.
بلوڅ يکجهتي کمېټۍ تېره شپه ناوخته په اېکس پوسټ کې ویلي، غړي يې دې په ټوله بلوچستان صوبه کې پرامنه پرلتونه جاري ساتي او په دغه حواله دې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د مرکزي اعلان نه بغېر په نورو اوازو يقين نه کوي.
له دې وړاندې يادې کمېټۍ ويلي وو، یو اړخ ته ورسره جعلي مذاکرات کيږي او بل اړخ ته يې پرضد مقدمې درج کول کيږي.
د کمېټۍ په وينا، ګډاني، نوشکي او تربت کې يې د مشرانو او غړو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.
ګوادر ته د بلوڅ د يکجهتي کمېټۍ د غونډې دپاره په 27مه جولايۍ قافلې روانې شوې او بیا خبرونه مخې ته راغلي وو چې د يادو قافلو په وړاندې په کوټه، مکران ، قلات او نورو سيمو کې لارې تړل شوې او ځینو نورو ځايونو کې قافلې ودرول شوې وې.
ويل شوي، پرون د نذير بلوڅ په نوم يو تن د لارو د بنديز چې له امله خلک د مشکلاتو سره مخ دي، د بلوچستان هايکورټ ته يو خواست کړي او بيا هايکورټ مرکزي او صوبايي سيکرټري داخله ته نوټسې ورکړي او ځواب يې ترې غوښتی دی.
د حکومت لخوا د مذاکراتو کاميابېدو ته په ځواب کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ او پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ ويلي، دوی د مذاکراتي ټيم په وړاندې د نيول شوو غړو په سمدستي توګه خوشي کولو او ټولو جوړو شوو مقدمو بيرته اخستو سره، په لارو کې د خنډانو لرې کولو او په ګوادر کې د خلکو تنګولو د لړۍ بندولو غوښتنې کړې وې.
او زياته کړې يې ده، تر څو يې دغه غوښتنې نه وي منل شوي، پرلت به يې روان وي.
بلوڅ يکجهتي کمېټي په ګوادر کې د انټرنېټ او موبايل نېټ ورک پرانستو غوښتنې هم کوي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د بلوچستان حکومت دعوه کړې، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ سره یې د مذاکراتو بل پړاو پيل کړی دی.
ویل شوي، د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د صوبايي وزير مير ظهور بليدي سره ليدلي، او په دغه ليدنه کې د صوبايي اسمبلۍ غړی مولانا هدايت الرحمان، د مکران ډويژن کمشنر او د ګوادر مرستیال کمشنر هم موجود وو.
ويل شوي، د مذاکراتو بل دور پيل شوی او حکومت د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ غوښتنو منلو ته تيار دی.
خو مولانا هدايت الرحمان بيا په يوه خبري غونډه کې ويلي، په ګوادر کې دې لارې او انټرنېټ بحال کړل شي هغه بيا د حکومت او بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ترمنځ خبرو ته تيار دی، او که داسې ونه کړی شو، هغه به هم لاړ شي او په پرلت کې به کښېني.