احسن اقبال: تحریک انصاف دې د ادارو نه معافي وغواړي نو په قامي چوکاټ کې شاملېدی شي

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال ويلي، پاکستان تحريک انصاف دې خپله رويه بدله کړي، د قام او ادارو نه دې معافي وغواړي، نو په قامي چوکاټ کې شاملېدی شي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د احسن اقبال دغه خبرې ته سمدستي غبرګون نه دی ويلي خو له دې وړاندې يې د مې په مياشت کې د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري خبري کانفرنس ته په غبرګون کې ويلي وو، "د ډي جي آی اېس پي ار لخوا د کروړونو پاکستانيانو نماينده سياسي ګوند انتشاري ټوله ګرځول او د معافۍ غوښتنه په متفقه توګه رد".‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند ‏‏د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

احسن اقبال وی او اې اردو سره په يوه مرکه کې ويلي، د پي ټي آی موجوده سیاست د پاکستان د ریاست په ګټو نېغ په نېغه حمله ده او داسې سياست کوونکي ګوند ته په يو جمهوريت کې هم د سياسي کردار اجازت نه شي ورکول کېدی.

په 15مه جولايۍ د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ویلي وو، حکومت په تحريک انصاف ګوند د بنديز لګولو فيصله کړې او د پخواني صدر عارف علوي، د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني ډپټي سپيکر قاسم سوري پرضد به د آيين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمه کوي.

خو تراوسه پورې په دغې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د عطا تارړ خبري غونډې ته په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر شبلي فراز ويلي وو، "د تحریک انصاف ګوند د مخې نيولو نورې طریقې په کار رانغلې اوس په تحریک انصاف بنديز لګوي دا کوشش دې هم وکړل شي".

احسن اقبال ویلي، په کوم سياسي ګوند بنديز يواځې د حکومت په خواهش نه لګېدی، حکومت له بيا په خپل دې عمل د عدالت نه تاييد هم اخستل وي.

هغه ویلي، چې رياستي ادارې کله وګڼي چې د بنديز لګولو مقدمه د ايين او قانون لاندې دومره پياوړې ده، چې دفاع يې په اعلا عدليه کې کېدی شي نو بيا به فيصله کوي.

د عمران خان لخوا پوځ سره د مذاکراتو خبرې ته په ځواب کې د منصوبه بندۍ وزير ویلي، که د پي ټي آی او پوځ مذاکرات کيږي حکومت پرې هيڅ خفګان نه لري خو پوځ دې په سياست راګډ نه کړل شي.

هغه ويلي، د عمران خان سياست د تضاداتو ډک دي، يو اړخ د ولسي سرلوړۍ دپاره د مبارزې خبره کوي او ورسره بيا پوځ ته په سیاست کې د لاسوهنې بلنه هم ورکوي.