د کډوالو یا تاریک وطن د پیرس په اولمپکس سیالیو کې برخه اخستونکې افغان لوبغاړې بریک نڅا ګره منیزه تالاش په لانجمن سپوټي یا رومال اچولو په لوبو کې د برخې اخستو لپاره نااهله ګرځول شوې ده.
منیزه تالاش د جمعې په ورځ د خپل هندي سیال سرج جوی په ضد د اولمپک بریک په پري کوالیفایر سیالۍ کې په خپلو اوږو یو سپوټی یا پلو خپور کړی ؤ چې په هغې لیکل شوي وؤ"فري افغان ویمن "یا ازاده افغان ښځه ازاده کړئ.
د خبري شبکې ای ایف پي له مخې اولمپکس ایسوسي ایشن پخپل یو بیان کې ویلي چې ۲۱ کلنې تالاس پخپل لباس د سیاسي شعار په وړاندې کولو د اولمپکس د چارټر د رول ۵۰م سرغړونه کړې ده چې له دې امله نااهله وګرځول شوه.
د اولمپیکس د چارټر د رول ۵۰م له مخې د اولمپکس د سیالیو په ځای یا هر مقام کې لوبغاړي د سیاسي، مذهبي ،یا نسلي توپیر څه رقم ښودنه نه شي کولی.
د پیرس په اولمپکس کې شپږ لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کوي چې پکې درې مېرمنې هم شامل خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت دا ښځې لوبغاړې د افغانستان په استازیتوب نه دي منلي.
دا افغاني لوبغاړې مېرمنې د سایکل زغلولو، منډې،لامبو اؤ جوډو په مقابلو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
کابل کې پېدا شوې منیزه تالاش دا مهال په هسپانیه کې میشت ده اؤ هغه په کال ۲۰۲۱م کې په افغانستان د طالبانو لخوا په اقتدار له قبضې کولو وروسته پاکستان ته تښتېدلې وه.
تالاش د پاسپورټ نه لرلو له امله تر یو کال پاکستان کې ایساره وه اؤ وروسته د خپلو دوؤ نورو وروڼو سره یو ځای هسپانیې ته لاړه .
د پيرس اولمپکس سیالیو کې له برخې اخستو وړاندې منیزه تالاش ویلي وؤ هغې افغانستان ددې لپاره نه دی پرېښی چې ګنې له طالبانو ویریږي یا افغانستان کې استوګنه نه شي کولی.
د هغې په خبره "ما افغانستان ځکه پرېښودو تر څو زه د خپل ژوند، راتلونکي اؤ د افغان ښځو په ګډون د هر چا لپاره هغه کار وکړی شم چې کول یې غواړم"
( ددې خبر معلومات د ای ایف پي اؤ رایټرز خبري شبکو څخه اخستل شوي)