په پېښور کې نامعلومه وسله والو د یو کور دننه ډزې کړي اؤ یوه څلویښت کلنه ښځه، د هغې درې پېغلې لوڼه اؤ یو زوي یې وژلی دی.
پولیس وایي دا پېښه د خالي په ورځ د پېښور د شاه پور تاڼې په حدودو کې مخې ته راغلې ده اؤ ملزمان له وژنو وروسته تښتېدلي دي.
د پولیسو د وینا له مخې د وژل شوې ښځې تعلق د سوات سره دی اؤ هغه د سوات د یو اوسیدونکي فیصل نومې یو تن سره په ګډه د خپل خاوند د وژنې په تور کې اوس، اوس له زندانه راخلاصه شوې وه.
پولیس وایي تېره ورځ نامعلوم وسله وال په شاه پور کې د نورین نومې دغه ښځې کور ته ورغلي اؤ هغه یې د خپلو څلورو بچو سره یو ځای وژلې ده.
په وژل شوؤ کې د نورین تر څنګ د هغې درې لوڼه نولس کلنه نایاب،اتلس کلنه جویریه ،دولس کلنه نایاب اؤ یو زوي پینځلس کلن یاسر شامل دي.
پولیس وایي د پېښې مقدمه یې د ناملومه ملزمانو په ضد درج کړې اؤ پلټڼې یې پیل کړي خو له داسې برېښي چې دا میرمن اؤ بچي به یې د خپل خاوند د وژنې په غبرګون کې وژل شوي وي.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېف پي اې ويلي وؤ په پاکستان کې ۳۲ فيصده ښځې د جسماني تشدد او ۴۰ فیصدي واده شوې ښځې د خاوندانو دلاسه د ژوند په څه نه څه برخه کې ځورول کېږي.
د مېرمنو د حقونو فعالانې وایي په پاکستان او خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې د ښځو پرضد د هر ډول تشدد د مخنيوي لپاره ګڼ قوانين جوړ کړی شوي دي خو اوس هم زياتره ښځې انصاف ته لاسرسی نه لري او د ظلم زیاتي نه د خپلو ځانونو خوندي کولو په لړ کې ورته خنډونه رامخې کېږي.
د ښځو د حقونو فعالې راحیله علي ته ویلي ، صوبه کې د ښځو د خوندیتوب لپاره قوانین شته خو عمل پرې نه کیږي.
د هغې په خبره "قانون خو شته او د هغې په اړه خلک مالومات هم ورکوي او نن سبا په پوليس تاڼو کې د ښځو د مرستې د پاره ځانګړي مرکزونه هم جوړ شوي، هلته ښځې ځي، یا دارالامان ته ځي او یا هم په چم ګاونډ کې هم خلک د ظلم په ضد راپاڅي"
هغه وایي کله چې یوې ښځې ته معلومه شي چې په هغې ظلم زياتی کېږي او داسې يو قانون شته چې هغه ژغورلی شي خو کله چې دغه مېرمنه انصاف ترلاسه کولو پسې لاره شي نو ورته معلومه شي چې قانون خو شته خو عمل پرې نشته.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي په مېرمنو د تشدد د کچې لوړېدو علتونه د سړو اقتصادي وضعيت خرابېدل، د حقونو څخه بې خبري، قوانين نه عمل کېدل او ځينې نور دي.