د بنګله دېش لنډ مهاله حکومت ویلي،که شیخ حسینه واجد بېرته هیواد ته ستنه نه شي نو دوي به یې راولي


د بنګله دېش د لنډ مهاله حکومت وزیر اؤ د طالبعلمانو د تحریک مرکزي مشر ناهد اسلام ویلي ګوښه شوې وزیراعظمه شیخ حسینه واجد باید بېرته هیواد ته راشي اؤ دلته د مقدمو سره مخ شي.

ناهد اسلام چې د شیخ حسینه واجد د حکومت په ضد یې د طالبعلمانو د تحریک په راپورته کولو کې مهم رول لوبولی ؤ د بنګله دېش په اوسني لنډ مهاله حکومت کې د ټيلي کمیوني کیشن اؤ انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر دی .

هغه رایټرز خبري شبکې ته ویلي، حیران دی چې حسینه واجد له هیواده ولې وتښتېده؟

نوموړي ویلي دوي د شیخ حسینه واجد په دوره کې په شوؤ وژنو انصاف غواړي اؤ د طالبعلمانو د انقلاب په غوښتنو کې یوه مهمه غوښتنه همدا ده.

ناهد اسلام ویلي که چرې شیخ حسینه واجد وطن ته بیا ور ونه ګرځي نو دوي به یې د راوستو لپاره اقدامات وکړي .

د هغه په خبره ، مونږ د هغې ګرفتاري غواړو، بیا که د باقاعده عدالتي نظا له لارې وي اؤ که د ځانګړي تربیونل له لارې وي، مونږ به د دې معاملې په مخکې بوتلو خبره کوؤ.

د طالبعلمانو د تحریک یو بل مشر ابوبکر هم رایټرز سره خبرو کې ویلي هغوي غواړي چې شیخ حسینه واجد بېرته هیواد ته ورشي اؤ د مقدمو سره مخ شي.

ناهد اسلام په ډهاکه پوهنتون کې د سوشیالوجي د څانګې زده کوونکی دی چې د بشري حقونو د فعال په توګه هم کردار ترسره کوي، د هغه په مشرۍ کې د بنګله دېش په لکونو طالبعلمانو د شیخ حسینه واجد د حکومت په ضد احتجاجونه کړي وؤ چې په نتیجه کې یې هغې د وزیراعظم له څوکۍ استعفا ورکړې اؤ هند ته تښتېدلې وه.

په امریکا کې میشت د شیخ حسینه واجد زوي سجیب واجد جوی دعوه کړې ده چې د هغه مور له ملک پرېښودو وړاندې استعفا نه وه ورکړې اؤ هر کله چې لنډ مهاله حکومت د ټولټاکنو اعلان وکړي نو مور به یې یو وارې بیا هیواد ته ستنه شي.

د شیخ حسینه واجد هیواد ته د بېرته راوستلو په اړه د لنډ مهاله حکومت د وزیر په بیان رایټرز خبري شبکې د سجیب واجد د نظر اخستو هڅه کړې خو وایي هغه سره یې اړیکه ټینګه نه شوه.

ناهد اسلام ویلي د لنډ مهاله حکومت وړومبۍ ترجیح رڼې ټولټاکنې کول اؤ د تېر حکومت په مهال د شوؤ درغلیو یا کرپشن پلټنې کول دي.

هغه ویلي له انتخاباتو وړاندې ملک کې انتخابي اؤ اییني اصلاحاتو ته ضرورت دی ځکه نو دا لا واضحه نه ده چې الیکشن به کله کیږي.

ناهد د انتخاباتو لپاره د کومې غوڅې مودې ښودلو نه ډډه وکړه.

کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه ایا هغه به وغواړي چې د ملک وزیراعظم دې پخپله دی جوړ شي نو وي ویل ،زما په اړه چې د بنګله دیش ولس هره پرېکړه کوي ، دا د هغوي خوښه ده.

شیخ حسینه واجد د طالبعلمانو له سختو احتجاجونو وروسته په پینځم اګست له خپل منصب نه مستعفي شوې اؤ ګاونډي هیواد هند ته تښتېدلې وه چې له هغې وروسته نوبیل انعام یافته ډاکټر محمد یونس د بنګله دېش د ۱۵ کسیز نوي لنډ مهاله حکومت مشري سمبال کړې ده.

بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام خلاف په 15مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې.

مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د 30 فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.

مظاهره چیانو تور لګولی وو چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.

عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند وو چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال 1971م کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات له رایټرز خبري شبکې اخستل شوي)