د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن یو ابدوز یا اوبتل چې په ګائیډډ میزایلو باندې سمبال دی منځني ختیځ ته د لېږلو اعلان کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا لویډ اسټن د جنګي جېټ الوتکي وړونکی بېړۍ یا بحری جهاز یو ایس ایس ابراهم لېنکن سټرائیک ګروپ ته امر کړی چې د منځني ختیځ په لور خپل سفر نور ګړندی کړي.
د امریکا دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې امریکا او نور اتحادیان یې هڅه کوي چې په سیمه کې د زیاتېدونکي تاوتاریخوالي د کمولو لپاره د اسرایل او حماس د ډزبندۍ لوظنامه وشي.
په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه او په بیروت کې د حزب الله د یوه ستر کمانډر د وژل کېدو وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د پراخې جګړې وېره زیاته شوې ده.
چارواکي د وروستیو وژنو په غبرګون کې د ایران او حزب الله لخوا د غچ اخیستو ځوابي بریدونه څارنه کوي.
امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون زیات کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي سیکرټري مېجر جنرل پیټ رائیډر په یوه بیان کې ویلي چې د دفاع وزیر اسټن د اتوار -یکشنبې په ورځ د خپل اسرایلي سیال یوو ګېلنټ سره خبرې وکړې او د امریکا دا ژمنه یې تکرار کړه چې د اسرایل د دفاع لپاره به هر ممکنه ګام پورته کوي.
اسټن تېره اوونۍ ویلي وو چې یو ایس ایس ابراهم لېنکن اییر کرافټ کیرییر اسټرایک ګروپ به د میاشتې تر اخېره د سېنټرل کمانډ سیمې ته ورسي.
په دغه طیارې وړونکي بحري جهاز یا بیړۍ اېف-35 جېټ جنګي طیارې او اېف-18 جېټ الوتکې موجودې دي.
خو د امریکا د دفاع وزارت مطبوعاتي سیکرټري مېجر جنرل پیټ رائیډر د خبره څرګنده نه کړه چې څومره زر به
یو ایس ایس جارجیا نومي ابدوز به سیمې ته ورسیږي.
د پنټاګان په وینا، د دفاع وزیر اسټن او یوو ګیلنټ په غزه کې د اسرایل د پوځي عملیاتو او د ملکي تلفاتو د کمولو په اهمیت هم خبرې کړي.