د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، د لومړو معلوماتو ترمخه په نښته کې څلور امنيتي عسکر وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي.
دې نه علاوه د بنو په کورمه پُل سيمه کې تېره شپه د اېف سي ځواک يو عسکر وژل شوی دی.
تحريک طالبان پاکستان چې په وروستيو کې د پاکستان پوځ د فتنه الخوارج په نوم ياد کړي، د بريد د زمه واري یې منلې ده.
د پېښې په اړه پوځ یا پوليسو تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د بر جنوبي وزیرستان انتظاميې بريد تاييد کړی چې تېره شپه د تیارزه تحصيل په منتوی علاقه کې شوی دی.
ويل شوي، بريد د شپې يا سهار خواوشا په درې بجې شوی، دوه چيک پوستې پکې په هدف شوي کوم چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان په مينځ کې پرتې دي.
د امنیتي سرچينو ترمخه، وسله والو اول د مامي خېل په چیک پوسته، او بیا یې په قلعه بريد کړی دی.
سرچينې په پېښه کې د څلورو امنیتي عسکرو وژل کېدو او 29 پورې نورو ژوبلېدو تاييد کوي خو وايي په ژوبلو کې ګڼ د معمولي نوعيت ژوبل دي.
د امنیتي سرچینو ترمخه، په نښته کې د وسله والو يو مهم کمانډر ثواب ګل هم وژل شوی، خو د هغه په اړه نور تفصيل تراوسه مخې ته نه دی راغلی.
سرچينې وايي د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د پاکۍ عمليات پکې روان دي.
کومه علاقه کې چې نښته شوې، يو اړخ ته یې د کوز جنوبي وزيرستان شکۍ او بل اړخ د بر جنوبي وزيرستان بدر سيمه ده او دواړو شريکه پوله د افغانستان سره لګېدلې ده.
د پاکستان پوځ د بدر په علاقه کې په کال 2009 کې عمليات کړي او دغه علاقه یې د هر ډول وسله والو څخه پاکه ګرځولې وه