په امريکا کې چې د صدارتي ټاکنو کې له دريوو مياشتو هم لږ وخت پاتې شوی دى، امريکايانو ته له انتخاباتو وړاندې د هيواد د اقتصاد ګډوډو اؤ متضاد عکس وړاندې کولی شي.
پخوانى صدر او د ريپبلکن ګوند صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ اکثره ویلي چې هيواد وروستۍ اقتصادي جګړې ته نزدې شوی.
په اوسنيو غونډو کې هغه خبردارى ورکړى دى چې هيواد د اقتصادي بدحالۍ په غاړه ولاړ دى ، هغه اقتصاد"مات شوى بللی" او دعوه يې کړې ده چې لوړېدونکو بيعو اوسط امريکايان بدحاله کړي دي.
د ډيموکرټېک ګوند ممکنه صدارتي کانديدې، مرستيالې صدرې کملا هېریس اتحاديانو ته د راکميدونکې ګرانۍ، کمې بې روزګارۍ او سيوا کيدونکي اجرت په لوري اشاره کړې ده ترڅو يوه داسې کیسه بيان کړل شي چې پکې امريکايي اقتصاد دکوويډ-19 وبا وروسته پیاوړی او نور هم قوي کيدونکى وښودل شي.
دمعاشي شمېرو څخه خبر مبصرينو او داقتصاد پوهانو لپاره، دغه عکس د هر مهم له لوري د وړاندې کړل شوي سپيناوي نه زيات پيچيده دى، چې پکې حقيقي طاقتونه د ځينو پريشانه کوونکو امکاني ستونزو په سوب اغيزمنيږي.
دبينکريټ واشنګټن بيورو مشر مارک هيمرک ويلي " که په عامه توګه خبره وکړم، يو سياستدان هاغه وروستى شخص دى چې زه ترې دامريکايي معيشت په اړه دسمې اندازې لګولو لپاره پوښتنه کول غواړم " دا د رايې اچوونکو دبدلولو دهڅو موسم زيات دى، نو مونږ ته دا ډير د ملګې او مرچو سره اخستل پکار دي"
خو هغه وایي دا خبره یې نوټ کړې ده چې د امیدوارانو د معيشت په اړه "مسابقتي بيانونه د معيشت ډير ويشونکي خيالات دي چې پخپله يې امريکايان لري"
له وبا څخه بهر راوتل:
له وبا څخه په وروسته کلونو کې امريکايي معيشت دنړۍ دنورو پرمخ تللو معيشتونو په پرتله ډير په چټکتیا سره بحال شوى دى، په ملازمتونو کې اضافه شوې، چې ورسره دبې روزګارۍ کچه د2023م کال په جنورۍ او اپريل میاشتو کې د55و کلونو ترټولو کمې کچې 3٫4 سلنې ته رسيدلې.
سرمايه کارانو پرله پسې له مثبتې اقتصادي شميرې څخه اعتماد اخستى او د ونډو بازار دريکارډ لوړوالي لوري ته يو اوږد زغل پيل کړى.
په عين حال کې امريکايان د ملا ماتوونکې ګرانۍ سره په مخ کيدو مجبور شوي وو او د ګرانۍ تر ټولو زیاته کچه د کال په سر لس فيصده ته رسيدلې وه.
دمنلو جوګه کچې پورې په بيعو کې د اضافې راکمولو لپاره، فيډرل ريزرو د کال 2022م په جولاۍ کې د سود کچه چې صفر ته نزدې وه څخه په غځولو سره د موجوده کچې 5% څخه سيوا کول پيل کړله.
اوسنۍ شمیرې یا ډیټا :
دروانې مياشتې په پيل کې له جاري کړل شوې شميرې څخه په ډاګه کيږي چې دملازمت په پرمختګ کې په ډاګيز ډول کمى رامينځته شوی دى، خو د ګرانۍ کچې د معمول کچې ته د نزدې واپس راتللو وروسته، هیله کيږي چې فيډرل ريزرو به دراتلونکې مياشتې پورې د سود په کچه کې کمى راولي، چې په ملازمتونو کې ورسره اضافه کیدې شي.