په غزې کې ۲۵کاله وروسته په وړومبي ځل د پولیو پېښه مخکې ته راغلې ده اؤ د ملګرو ملتونو عممومي سکتر انتونیو ګوتریس لکونو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو ورکولو لپاره په غزې کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
د خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ له مخې د فسطین د روغتیا وزارت د غزې په دیر البلاح سیمه کې د پولیو د وړومبۍ پېښې مخې ته د راتلو پخلی کړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په اردن کې د شوي ټيسټ په مهال د ۱۰میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې شوی دي اؤ وایي د زیږون نه تر اوسه دغه ماشوم ته د پولیو وایرس نه د خوندیتوب څاڅکي نه وؤ ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو د رپورټ له مخې د تېرو ۱۱ میاشتو راهسې په جګړه کې د ښکیل سیمې غزه نه په تېرو ۲۵کالو کې د پولیو یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې خو په جون میاشت کې ددې سیمې د سخا اوبو څخه اخستل شوؤ نمونو کې د ټایپ ټو پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی.
غزې نه د پولیو د وړومبۍ پېښې مخې ته له راتلو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس شپږ لکه اؤ څلویښتو زرو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو ورکولو لپاره د دوؤ اوونیو د اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د روغتیا اؤ د ماشومانو په اړوند د نړیوالو ادارو له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې هغوي غزې کې موجودو ټولو ماشومانو ته د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو ورکولو لپاره تګلاره جوړه کړې ده اؤ په ممکنه ډول هغوي د روانې میاشتې په پای کې د پولیو د مخنیوي کمپاین پیل کولی شي خو ددې لپاره به حماس اؤ اسرایل ته روانه جګړه کې دمه راوستل وي.
نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته انتونیو ګوتریس ویلي د پولیو وایرس د خورېدو مخنیوي لپاره په پراخه کچه اؤ عاجلو هڅو ته اړتیا ده.
هغه ویلي ټولو خواؤ نه غوښتنه کوي چې چې هغوي باید د پولیو کمپاین لپاره په انساني بنیادونو د اوربند اعلان وکړي.
د صحت نړیوالې ادارې ( ډبلیو ایچ او) اؤ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي دي چې هغوي د اګست په پاي کې په غزې کې ټایپ ټو پولیو ویرس په ضد دوه اووه ورځني کمپاینونه پيلوي.