کامېلا هېرس د خپل ګوند لخوا صدارتي نامزدګي ومنله – ووټران یې وهڅول چې د پرمختګ نوې لاره پرانیزي

د امریکا نایب صدرې کامېلا هېرس د زیارت/پنجشنبې په ماخوستن، د ډېموکرېټانو په ملي کنوېنشن کې وینا واوروله او د خپل ګوند له اړخه یې د نوامبر میاشتې په آینده صدارتي انتخاباتو کې نامزدګي قبوله کړه. هغې پخپل تقریر کې کوښښ وکړ چې ځان ووټرانو ته ښه وروپېژني او د پخواني صدر او خپل اوسني رېپبلېکن رقیب ډانلډ ټرمپ په مقابله کې خپل دریځ روښانه کړي. کامېلا هېرس ووټرانو ته وویل، هغو سره دا چانس شته چې د امریکاییانو په حیثیت سره په دې راتلونکې نوامبر میاشت کې یوه "د پرمختګ نوې لاره" پرانیزي.

هېرس چې کله د کنوېنشن پر سټېج راښکاره شوه، نو د کنوېنشن برخه وال، د هغې د وینا نه وړاندې، ډېره موده ورته په پښو اودرېدل، د هغې نوم یې یادولو، او پړکې یې ورته ووهلې.

کامېلا هېرس د خپلې صدارتي نامزدګۍ په قبلولو سره وویل: "زموږ د ولس سره په دې انتخاباتو کې یوه قیمتي او عارضي موقع شته چې د پخوا له تراخو، بد بینو، او تقسیموونکو شخړو نه تېر شي. د پرمختګ د یوې نوې لارې د پرانېستلو یو فرصت. د کوم یوه ګوند یا فرقې د غړو په حیث نه، بلکې د امریکاییانو په حیثیت سره."

په شیکاګو کې د کامېلا هېرس دا وینا، د ډېموکرېټک پارټۍ په منځ کې هغو سیاسي کشیدګیو ته د پای ټکی هم و کوم چې په تېرو اتو هفتو کې ولیدل شول، ځکه اول کې صدر بایډن د ډېموکرېټک ګوند د انتخاباتي نامزدګۍ ګټونکی بلل کېده، خو وروستو د پارټۍ مشرانو کې د هغه د نامزدګۍ په سر بحثونه رااوچت شول، په بایډن فشارونه واچول شول او په آخره کې بایډن دې ته حاضر شو چې د خپلې نامزدګۍ نه تېر شي او د کامېلا هېرس د نامزدګۍ ملاتړ وکړي.

کامېلا هېرس د ګوند په کنوېنشن کې وویل: "امریکې! په تېرو هفتو کې دا لاره چې زه یې تر دې ځایه راورسولم، بغیر د شک نه چې غیرقابل توقع وه. مګر زه د غیرمتوقعه لارو سره نااشنا نه یم."

صرف یوه میاشت پس د هغه چې بایډن د خپل انتخابي ځغل نه تېر شو او د کامېلا هېرس د انتخابي نامزدګۍ حمایت یې وکړ، هېرس ډېر کوښښ وکړ چې د زیارت ورځې په ماخوستن کنوېنشن کې په وینا سره د فرصت نه ډېره ګټه واخلي او ځان امریکاییانو ته ښه وروپېژني. هغې هڅه وکړه چې پخپلو الفاظو سره، میلینونو امریکاییانو ته خپله سیاسي نظریه بیان کړي او د ووټرانو توجو ځان ته واړوي.

هېرس پخپلې وینا کې په دې خبرې وکړې چې مور یې، د طلاق اخېستو وروستو، څنګه هغه د سان فرانسیسکو ښار په یو وړوکي فلېټ کې لویه کړله او څنګه دوستانو او اشنایانو په هغې باندې اثر وغورځولو. هغې دا قصه هم وکړه چې په هائی سکول کې د هغې نږدې ملګرې، وانډا څنګه پر هغې اعتبار وکړ او ورته یې دا څرګنده کړه چې پلندر (د مور خاوند) یې د هغې سره ناوړه چلند کوي، او بیا څه قسمه وانډا د هېرس کورنۍ سره ژوند کول پیل کړل.

کامېلا هېرس زیاته کړه: "همدا یو د وجوهاتو نه و چې زه یوه سرکاري وکیله شوم. چې د وانډا په شان کسانو تحفظ وکړم."

هېرس د یوې سرکاري وکیلې نه واخله، بیا د کېليفورنیا ریاست د اټرني جنرلې، سنېټرې، او بیا اوس د ناېب صدرې په حیث د خپلو کارونو په باب خبرې وکړې او ویې ویل: "ما په خپل ټول کاري ژوند کې صرف یو چا ته کار کړی دی: خلکو ته".

په عین وخت کې هغې وویل چې ټرمپ صرف د یوه کس دپاره چې هغه یې خپل ځان دی، خدمت کړی دی.

مېرمن هېرس چې پلار یې تورپوستکی جامائیکایي او مور یې هندۍ کډواله وه، وړومبنۍ تورپوستکې ښځه او وړومبنۍ داسې وګړې ده چې د جنوبي اېشیا سره نسلي تعلق لري او امریکا کې د یوې سترې سیاسي پارټۍ په انتخابي ټکټ کې صدارتي نامزدۍ ته ورسېدله، او که انتخاباتو کې کامیابه شي، نو هغه به د امریکې لومړنۍ ښځینه صدره وي.

د هېرس خارجي پالیسي

کامېلا هېرس د ډېموکرېټانو کنوېنشن ته پخپلې وینا کې ژمنه وکړه چې هغه به په نړۍ کې د امریکې دریځ پیاوړی کوي، او دا به یقیني کوي چې د امریکې وسله وال ځواک په ټوله نړۍ کې تر ټولو طاقتوره ځواک وي.

مېرمن هېرس د منځني ختيځ د لانجې په اړه وویل چې د اسراییل د ځان نه د دفاع کلکه ملاتړې ده، مګر دا یادونه یې هم وکړه چې په دې وروستیو کې په عامو فلسطینیانو څه مشکلات تېر شوي او څومره کړاوونه یې لیدلي دي.

مېرمن هېرس وویل، هغه او صدر بایډن اوس هم په دې مشغوله دي چې د اسرایل او حماس جنګ ژر تر ژره ختم کړی شي، د اسرایل تحفظ یقیني شي او فلسطینیان هم وقار او خودارادیت ولري.

هېرس وویل چې د ایران او شمالي کوریا غوندې ملکونو دړکو ته به سر ټیټ نه کړي، او دا به یقیني کړي چې د چین او امریکا ترمنځ په اقتصادي ځغل کې، امریکا وړاندې وي.

ځینو رېپبلېکنانو ته پیغام

کله چې کامېلا هېرس سټیج ته وختله، نو په عظیمه شمېره کې ښځینه انتخابي استازې او ډېموکرېټک ملاتړي یې وکتل چې سپین رنګه جامې یې پر تن وې، او سپین د ښځو د ووټ اچولو د حق تحریک سمبول رنګ دی، هغه تحریک چې په ۱۹۲۰ کال کې یې امریکایي ښځو ته د رایې ورکولو حق یې محفوظه کړی و.

کامېلا هېرس نېغ په نېغه هغو رېپبلېکنانو ته چې د ټرمپ ضد دي، خواست وکړ چې د پارټیو د لېبلونو نه دې تېر شي او د ټرمپ په مقابله کې دې د هغې ملاتړ وکړي.

هېرس وویل: "پوهېږم چې نن شپه د مختلفو سیاسي نظریو خاوندان دا خبرې ګوري، او غواړم تاسو په دې پوه شئ چې وعده کوم زه به د ټولو امریکاییانو دپاره ولسمشره اوسم."

داسې ویل کېدل چې د ډېموکرېټانو د کنوېنشن په دې آخري شپه به د امریکې مشهوره سندرغاړې بیونسې د هېرس د تقریر نه وړاندې ناڅاپي راښکاره شي، خو وروسته ذرائعو وویل چې بیونسې به په کنوېنشن کې راښکاره نشي.

د کامېلا هېرس د وینا نه وړاندې، ځینو نورو سیاستمدارانو هم تقریرونه وکړل چې په هغو کې د مېشیګن ګورنره، ګرېچن وېتمر، د شمالي کارولاینا ګورنر رای کوپر، د اریزونا ډېموکرېټه ګېبي ګېفورډز، او د رېپبلېکن ګوند پخوانی د کانګرس غړی ادم کېنزنګر شامل و.