پنجاب:ترهګرو سره نښته کې د ایس ایچ او په ګډون دوه پولیس ژوبل شوي، پولیس وایي دوه ترهګر یې هم وژلي

پولیس وایي د پنجاب په ډيره غازي خان سیمه کې د تندروه وسله والو اؤ پولیسو تر منځ نښته شوې چې په کې د یو ایس ایچ او په ګډون دوه پولیس ژوبل شوي اؤ پولیسو د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې ده.

د پنجاب پولیس ویاند د خالي یا شنبې په ورځ یو بیان کې ویلي چې دا نښته د ډيره غازي خان په تونسه شریف سیمه کې هغه مهال شوې چې پولیسو د ترهګرو تعقیب کولو.

د ویاند له مخې د استخباراتي ادارو لخوا پنجاب ته د ترهګرو د راننوتلو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ چې نیولو لپاره د پولیس تاڼې ایس ایچ اؤ د هغه ټيم په دغو ترهګرو پسې شوی ؤ.

د پولیسو د بیان له مخې کله چې په موټر سایکل ناستو دغو ترهګرو پولیس ولیدل نو په هغوي یې د لاسي بم برید اؤ ناتاره ډزې وکړې چې پکې ایس ایچ او صادق برماني اؤ د مضمر نزیر په نوم یو بل پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

پولیسو پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې په ځوابي ډزو کې یې دوه ترهګر هم وژلي دي.

په پېښه کې ژوبل پولیس د تونسه تحصیل هسپتال ته د علاج لپاره رسول شوي اؤ د پنجاب صوبې د پولیسو مشر یا آي جي ډاکټر عثمان پخپل یو بیان کې ترهګرو سره په مړانه د جنګیدو له امله د پولیسو حوصله اؤ مورال ستایلي دي.

پخپل یو بیان کې د پنجاب پولیسو مشر ویلي چې پولیس اؤ ټولې ادارې د ترهګرو په وړاندې چمتو ولاړې دي اؤ په هیڅ صورت به ترهګرې ډلې پنجاب ته پرې نه ږدي.

په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ د ترهګرو په بریدونو کې په سوؤنو عامو خلکو، امنیتي عسکرو،سیاستمدارانو اؤ قامي مشرانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، تيره میاشت پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.