اسرایل په لبنان سخت هوایي بریدونه پيل کړي، حزب الله په اسرایل ډرون حمله کړې ده

An Israeli Apache helicopter flies over Israel, Aug. 25, 2024.

اسرایل د اتوار یا یکشنبې په سهار په جنوبي لبنان کې د هوایي بریدونو لړۍ پيل کړې اؤ ویلي یې دي چې دا په حزب الله یو پیشګۍ یا وړاندینی برید دی .

د اسرایل په وینا ځکه وسله والې ډلې حزب الله له وړاندې څخه ویلي چې تېره میاشت یې د خپل وژل شوي لوړ پوړي کمانډر د وژنې بدل اخستو لپاره په سوؤنو راکټ اؤ ډرون چمتو کړي دي.

د خبري شبکې ای پي د رپورټ له مخې د ډزو د سختې تبادلې له امله د یوې پراخه جګړې پیل کېدو خطره پېدا شوې چې امریکا،ایران اؤ د ټولې سیمې وسله والې ډلې خپل طرفته راښکلی شي.

دا اوسني بریدونه په غزې کې هم د اوربند روانې هڅې تالا ترغۍ کولی شي چرته چې اسرایل د ۱۰ میاشتو نه د زیاتې مودې راهسې د حزب الله د ملاتړې فلسطیني وسله والې ډلې حماس سره په جګړه کې ښکېل دی.

اسرایلي پوځ ویلي چې حزاب د اسرایل په لوري د راکټونو اؤ میزایلو د یوې درنې جوپې رالېږلو پلان جوړوي .

له دې سمدستي وروسته حزب الله اعلان کړی چې تېره میاشت بېروت کې د اسرایل په هوایي برید کې د خپل وژل شوي مشر فواد شکور د وژنې په غبرګون کې یې د اسرایل په پوځي مرکزونو یا ټيکانو حمله پیل کړې ده.

دا بریدونه په داسې وخت کې پیل شوي چې مصر د اسرایل اؤ حماس تر منځ د اوربند لپاره د مذاکراتو د یو نوي پړاؤ کوربه توب کوي.

حزب الله ویلي چې که په غزې کې اوربند کیږي نو دوي به جګړه ودروي .

ایران په شام، عراق اؤ یمن کې د دواړو ډلو تر څنګ د هغو وسله والو ډلو هم ملاتړ کوي چې په کومه ستره شخړه کې ورګډیدلی شي.

د اتوار په ورځ په ټول شمالي اسرایل کې د فضایي حملې د سایرن غږیدلو اطلاع ترلاسه شوې اؤ د اسرایل په بین ګوریون نړیواله هوایي اډه د کوزیدونکو الوتکو مخه تاؤ کړل شوې ده.

د اسرایل د هوایي ډګر اتهارټۍ ویلي د الوتنې د ځایي وخت مطابق د سهار په اوو بجو بیا پیل شوې دي.

د اسرایلي پوځ ویاند رییر ایډمرل ډینیل هګاري ویلي په لسګونو جنګي الوتکو جنوبي لبنان کې اهداف په نخښه کول.

هغه ویلي چې فضایي دفاع،جنګي الوتکې اؤ هیلي کاپټرې د اسرایل په فضاء کې چورلي اؤ په دفاع بوختې دي اؤ هم په عملیاتو کې برخه لري.

حزب الله ویلي چې د دوي حمله کې تر ۳۲۰ زیات کاتیوشا راکټونه شامل وؤ چې مقصد یې د اسرایل ګڼ مقامات په نخښه کول وؤ.

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند شئین ساویټ وویل چې صدر جو بایډن "په اسراییل او لبنان کې پیښې له نږدې څاري.

ساویټ وویل "د هغه په لارښوونه، لوړ پوړي امریکایي چارواکي له خپلو اسرایلي سیالانو سره په دوامداره توګه تماسونه نیسي." "موږ به د ځان د دفاع په اړوند د اسراییلو د حق ملاتړ ته دوام ورکړو او د سیمه ایز ثبات لپاره به کار ته دوام ورکړو."

په وروستیو اوونیو کې، د امریکې او اروپایی هیوادونو ډیپلوماتانو اسراییل او لبنان ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ترڅو د هغه تاوتریخوالی مخه ونیسي چې دوی ویره لري چې سیمه ایز جنګ ته وده ورکولی شي.

تېره اوونۍ د اسرايل د دفاع وزير ويلي وو چې له حزب الله سره احتمالي جګړې ته د چمتو والي په توګه په نور سرتېري د لبنان پولې ته لېږدوي.

د اسرایلي پوځ ویاند د یکشنبې په سهار ویلي چې "د دې ګواښونو د لرې کولو لپاره د ځان د دفاع په عمل کې، [اسرائیلي پوځ] په لبنان کې د ترهګرو اهداف په نښه کوي، له کوم ځای څخه چې حزب الله په اسرایلي ملکي وګړو د بریدونو پلان درلود"

هغه د جزیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه: "موږ وینو چې حزب الله په اسرایل د پراخ برید لپاره چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې د لبنان ملکي وګړي په خطر کې اچوي"

هغه زیاته کړه: "موږ په هغو سیمو کې میشتو ملکي وګړو ته چې حزب الله پکې فعالیت کوي خبرداری ورکوو چې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره سمدستي تابیا ونیسي"

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو دفتر ویلي چې هغه او د هغه د دفاع وزیر یوف ګالنټ په تل ابیب کې د نظامي مرکز څخه وروستي عملیات اداره کول.

لبناني رسنیو پرته له دې چې سمدستي د بریدونو نور جزیات ورکړي د هیواد په جنوب کې یې د بریدونو خبر ورکړی. اؤ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې هم دلنبان په سویل کې شوي بریدونه لیدل کیږي.