د امریکا نایب صدرې کامېلا هېرس د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خپل نومل شوي نایب او د مېني سوټا د ګورنر ټېم والز ترڅنګ په یوه مشترکه مرکه کې وویل، "زما اقدار ندي بدل شوي". دا د صدارتي انتخاباتو د کمپېن په لړ کې د مېرمن هېرس او والز اولنۍ لویه ټي وي مرکه وه چې د سي اېن اېن ټي وي ریکارډ کړه.
په دې مرکه کې چې پوښتنې کوونکې کوربنه یې ډېنا بش وه، کامېلا هېرس ته یوه موقع په لاس ورغله چې د ناقدانو جوابونه ووایي او ترڅنګ یې د دې پلېټفارم په ذریعه، د ډونالډ ټرمپ سره د خپلې انتخابي مباحثې نه وړاندې خپل د صدارتي کمپېن دریځ خلکو ته روښانه کړي. د هېرس او ټرمپ اولنۍ صدارتي مباحثه یا مناظره به د سپټمبر په لسمه نېټه وي.
خو دا مرکه ځان سره خطره هم لري، ځکه پس د هغه چې بایډن د ډېموکرېټانو لخوا د خپلې نامزدګۍ نه انصراف وکړ او د ډېموکرېټانو په انتخابي ټېکټ کې ادلون بدلون راغی، د هېرس انتخابي ډله اوس هلې ځلې کوي چې د کمپېن زور ورځ تر بلې سېوا کړي.
د سي اېن اېن لخوا د هېرس او والز سره مشترکه مرکه د زیارت ورځې په ماسپښین د جورجیا ریاست په سوانا ښار کې د یو ځایي تورپوستکي په رېسټوران کې ریکارډ شوه، او ځيني برخې یې په همدې ورځ خپرې شولې.
په دې مرکه کې د هېرس نه دا پوښتنه وشوه چې په تېرو کلونو کې د هغه په تګلارو کې څه قسمه بدلونونه راغلي دي، په خاص ډول د فرېکنګ (د ژورو ډبرو نه د تېلو اېستلو طریقه) او د سرحد نه د غېرقانوني اوړېدنو د غیرجرمي ګرځولو په حوالې د هغې شاته کېدل څنګه دي؟
کامېلا هېرس په دې اړه ځواب ورکړ: "زه فکر کوم زما د پالیسۍ د نظریې او فیصلو تر ټولو اهم او تر ټولو غټ اړخ دا دی چې زما اقدار ندي بدل شوي."
مېرمن هېرس د خپل نسلي پېژندګلو په اړه د ټرمپ لخوا راولاړې شوې پوښتنې هم مستردې کړې. پخواني صدر ټرمپ ویلي و چې هېرس ځان هندي الاصله ګڼلو، خو وروسته بیا "یو دم تورپوستکې شوه."
هېرس چې د پلار له اړخه تورپوستکې او د مور له اړخه هندۍ ده، وویل چې د ټرمپ دا خبرې "هسي زړې قصې دي."
هغې دا هم وویل چې که انتخابات وګټي، نو په خپلې کابینې کې به یو رېپبلېکن ته هم عهده ورکړي، خو دې ته یې د کوم ځانګړي تن نوم په ذهن کې نشته.
د امریکا په سیاست کې د انتخاباتو په کال کې مشترکې مرکې یو روایتي ترکیب دی. بایډن او هېرس، ټرمپ او مایک پنس، بارک اوباما او بایډن – ټولو د صدارتي ځغل په لړ کې یو وخت داسې مرکې کړې دي. خو دا ځل فرق دا دی چې هغه پخواني امېدوارانو ټولو يواځې یواځې مرکې هم کړې وې، مګر کامېلا هېرس له هغه وخته چې پنځه هفتې وړاندې د خپل ګوند نامزدګي وګټله، تر اوسه پورې کومه سنجیده یو په یو مرکې ته نده حاضره شوې. البته تر هغه وړاندې چې کله د بایډن د مرستیالې په توګه یې کمپېن کولو، څو ځله په یواځې سر مرکې کړې وې.
د ټرمپ او بایډن سره خو قریب په عالمي کچه هم خلک اشنا دي، مګر کامېلا هېرس او مرستیال امېدوار یې ټېم والز، اوس هم ضرورت لري چې ځانونه ووټرانو ته وروپېژني.
هغوی د جورجیا ریاست په جنوب شرقي سیمو کې د بس په ذریعه د کمپېن دوه ورځېنۍ دوره شروع کړې وه چې آخر یې په سوانا ښار کې انتخابي غونډه وه. د هېرس د کمپېن چارواکي په دې باور دي چې د جورجیا ایالت د ګټلو دپاره، هېرس ته په کار ده چې په ټوله دې ایالت کې د هغو علاقو دورې وکړي چې زیاتره رېپبلېکن ووټران اوسیږي.
د ګېلپ ادارې د یوې سروې ترمخه، په تېرو څو میاشتو کې د راتلونکي نوامبر انتخاباتو ته ډېموکرېټانو کې جذبات سېوا شوي دي. اوس مهال په هرو لسو ډېموکرېټانو کې، اته تنه یې وایي چې تر معمول زیات دا ځل انتخاباتو ته جذبه لري. په تېر مارچ میاشت کې دا شرحه، ۵۵ فیصدي وه.