د امریکا صدر بایډن د یرغمالانو د خوشې کولو او په غزه کې د ډز بندۍ لپاره د نېتن یاهو هڅې ناکافي بللي دي.
د مې په میاشت کې صدر بایډن د یرغمالانو او ډزبندۍ په اړه یو وړاندیز وړاندې کړی و چې تر اوسه پورې ورباندې روانې خبرې اترې د ناکامۍ سره مخ دي.
په نېتن یاهو نیوکې په دې وروستیو کې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په یوه سرنګ یا ټنل کې د شپږو یرغمل شویو کسانو جسدونه وموندل شول او په اسرایل کې مظاهرې هم شوې دي.
اسرایل حیرانتیا څرګنده کړې چې بایډن د لوظنامې لپاره د حماس پرځای پر نېتن یاهو فشار راوړي.
صدر جوبایډن د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو په غزه کې د حماس لخوا د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د لوظنامې د پرمختګ لپاره کافي هڅې نه کوي.
صدر بایډن په سپینه ماڼۍ کې د هغو رپورټونو وروسته خبریالانو سره خبرې کولې چې د تېرې اوونۍ په اخر کې اسرایلي ځواکونو د غزې د یوه ټنل څخه د شپږو یرغمل شویو کسانو جسدونه را ایستلي وو، چې پکې 23 کلن اسرایلي نژاد امریکايي هرش گولډ برګ پولن هم شامل و.
د اسرایل پوځ ویلي چې دغه یرغمل شوي کسان په دې وروستیو کې د حماس د وسله والو له خوا وژل شوي دي.
دې پېښې د غزې ډزبندۍ په اړه د نېتن یاهو پر تګلارې د بایډن انتظامیې نیوکې زیاتې شوې او د پاتې یرغمل شویو زر تر زره د بېرته ستنولو لپاره فشار هم زیات کړی دی.
کله چې خبریالانو د صدر بایډن نه وپوښتل چې ایا هغه خیال کوي چې نېتن یاهو د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د یوې لوظنامې لپاره کافي کار کوي ، د هغه ځواب و ، "نه."
خو بایډن د خپل ځواب په اړه څه ونه وویل. له بلخوا اسرایل پر دې ځواب نیوکه کړې ده.
د دې پوښتنې په جواب کې چې ایا هغه به په روانه اوونۍ کې دواړو خواوو ته د یرغمل شویو په اړه حتمي لوظنامه وړاندې کړي صدر بایډن وویل: "مونږ دې ته ډیر نږدې یو."
کله چې بایډن نه وپوښتل شول چې ایا وړاندې شوې حتمي لوظنامه به ومنل شي نو هغه وویل، "نړۍ په امید ولاړه ده."
د نېتن یاهو په اړه د صدر بایډن وروستۍ نیوکه په داسې حال کې کیږي چې د هغه او په پنځم نومبر په انتخاباتو کې د ډیموکرېتک پارټۍ امیدوارې او مرستیالې صدرې کاملا هېرېس نه د غزې د نږدې 11 میاشتنۍ جګړه ختمولو دپاره کردار ترسره کولو دپاره فشار زیات شوی دی.
د بایډن په څرګندونو د اسرایل او حماس غبرګون :
د بایډن څرګندونو ته په ځواب کې اعلا اسرایلي سرچینو ویلي چې دا د یادونې وړ ده چې بایډن د یرغمل شویو لوظنامې لپاره د حماس مشر یحیی سنور پرځای پر نېتن یاهو فشار راوړي.
دوی زیاته کړه چې د بایډن څرګندونې چې د نېتن یاهو کافي کار نه کوي خطرناک دی ځکه چې دا یوازې څو ورځې وروسته له هغه ورکړل شوې چې حماس د یو امریکایی په ګډون شپږ یرغمل شوي وژلي دي.
د حماس اعلا چارواکي سمیع ابو زهري ویلي چې په نېتن یاهو د بایډن نیوکه "د امریکا لخوا اعتراف دی چې نېتن یاهو د لوظنامې د هڅو د کمزوري کولو مسولیت په غاړه لري."
هغه وویل چې حماس به د مستقل ډزبندۍ او د فلسطیني سیمو نه د اسرایل د مکمل وتلو یوې لوظنامې ته مثبت ځواب ووایي.
نېتن یاهو چې د حماس سره د لوظنامې ته رسیدو کې خنډ جوړولو تور لګول کیږي د اوونۍ په اخر کې ویلي چې هرڅوک چې یرغمل وژني لوظنامه نه کول غواړي.
اسرایلي مظاهره چیانو په ګل- دوشنبې په دویمه ورځ هم د حماس د ولکې نه د اسرایلي یرغمالانو د ازادۍ دپاره په حکومت د افشار اچولو په غرض په اسرایل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ عام کار بندېز و، د بېنکونو، هسپتالونو او د ملک د ټولو نه د لوی هواي اډي او د ولسي ټرانسپورټ چارې د ګډوډۍ ښکار وي او د اسرایلي کارکوونکو مرکزي اتحاديي غوښتنه کوله چې د یرغمالانو د ازادۍ دپاره دې حکومت د حماس سره ډز بندي وکړي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن او هېرېس د ګل- دوشنبې په ورځ د یرغمل شویو لوظنامې لپاره د امریکا مذاکرات کوونکي ټیم سره ملاقات لیدلي .
د امریکا، قطر او مصر په منځګړتوب د څو میاشتو نه روانې خبرې اترې تر دې دمه د مې په میاشت کې د بایډن لخوا وړاندې شوي لوظنامې وړاندیز باندې اتفاق کولو کې پاتې راغلی.