د ټېم والز د ګاډو قافله حادثې سره مخ شوی خو هغه روغ دی

 د موټرو هغه قافله چې د ډیموکرېټګ ګونډ مرستیال صدارتي امیدوار ټېم والز پکې د ایرپورټ نه د انتخابي کمپین غونډې ځاي ته روان و په هایي وې یا سړک د حادثې سره مخ شوی خو هغه روغ دی.

د ګل په ورځ د امریکا په میلواکي ښار کې د ډیموکرېټګ ګونډ مرستیال صدارتي امیدوار ټېم والز د ګاډو قافله د حادثې سره مخ شوی خو هغه روغ دی.

د موټرو هغه قافله چې د ډیموکرېټګ ګونډ مرستیال صدارتي امیدوار ټېم والز پکې د ایرپورټ نه د انتخابي کمپین غونډې ځاي ته روان و په هایي وې یا سړک د حادثې سره مخ شوی.

صدر جو بایډن د ایرفورس ون «د امریکا صدر جهاز» څخه ټېم والز ته ټیليفون وکړو او هغه سره یې خبرې وکړې. صدر بایډن په پېټسبرګ کې د مرستیالې صدرې او ډیموکرېټک امیدوارې کاملا هېرېس سره ګډه په یوه بیل انتخابي کمپین غونډې کې د وينا لپاره راون و. هېرېس په ډیټرایټ کې انتخابي کمپین کولو د دې وړاندې چې د بایډن سره ګډې غونډې ته لاړه شي. د هېرېس کمپین ویلي چې هغې د خپل انتخابي ملګري او د مرستیال صدر امیدوار سره د حادثې وروسته په ټیليفون خبرې کړې.

د هېرېس کمپین ویلي چې حادثه د ګاډو کاروان شاته برخې ته پېښ شوې ده. ټېم والز چې د مېنیسوټا ګورنر هم دی د هغه ګاډی مخې ته روان وو. په سوشل میډیا خپاره شوو عکسونه ښیې چې دغه حادثه په انټرسټیټ 794 پیښ شوې.

ټېم والز د خپل انتخابي کمپین غونډې ته رسیدو وروسته د پېښې په اړه وويل: "زما يو شمېر کارکوونکي او د مطبوعاتو غړي چې له مونږ سره روان وو، نن په لاره کې په يوه ترافيکي پېښه سره مخ شول."

والز زیاته کړه: "مونږ د کارکوونکو سره خبرې کړې دي. زه په تسلی سره ویلای شم چې د څو معمولي زخمونو علاوه هرڅوک ښه دي."