د اوکراین صدر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ د روس د میزایل په بریدونو کې په پولتاوا سیمه کې لږ تر لږه 51 کسان وژل شوي او 180 نور ټپیان دي.
زېلنسکي په ټیلیګرام ویلي دووه بېلسټیک میزایل په هغه سیمه لګېدلي دي چې پکې یوه تعلیمي اداره او یو هسپتال موجود و.
د اوکراین هوايي پوځ ویلي، د فضایي دفاعي نظام په چیرنیف، خارکیف، خېرسون، کیف، مایکولایف، اوډیسا، پولتاوا او سومي سیمو کې ډرون الوتکې ویشتلي او راغورځولي دي.
د چیرنیف ګورنر ویاچسلاو چاوس په ټیلي ګرام ویلي چې ملبو له وجې په چیرنیف ښار په څنډه کې څو ودانۍ زیانمنې شوې او دووه تنه پکې ټپیان شوي دي.
د روس د دفاع وزارت ویلي د اوکراین درې ډرون الوتکې یې په براینسک، کرسک او کالوګا سیمو کې ویشتلې دي.