امریکا له اسرایل او حماس بیا غوښتنه وکړه چې د ډزبندۍ تړون ته ورسیږي

امریکا له اسرایل او حماس څخه یو ځل بیا په کلکه وغوښتل چې په غزه کې د شاوخوا یوولسو میاشتو جګړې د درولو لپاره ډزبندي وکړي او د حماس په ولکه کې پاته یرغمل کسان را خوشي کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په غزه کې په لسګونو یرغمل شوي کسان شته او لا هم د تړون په تمه دي چې له مخې به یې هغوی خپلو کورونو ته ستنیږي. ميلر وويل:

"د اسرايل خلک نور د انتظار زغملو توان نه لري. د فلسطين خلک هم د دې جګړې له ناوړه اغېزو سره مخامخ دي او نور د انتظار زغملو توان نه لري. نړۍ نور د انتظار کولو توان نه لري".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبرې په داسې وخت کړې چې د ا مریکې د انصاف ادارې د اګست پر درېیمه د حماس پر مشر یحیی سنوار او نورو لوړپوړو وسلوالو باندې د اکتوبر د اوومې د برید په تړاو مجرمانه تورونه ولګول.

د نیویارک په فیډرل عدالت کې درج شوي دغه تورونو به تر ډېره حده علامتي اغېز ولري چې پکې د بهرني ترهګر تنظیم لپاره د ملاتړ برابرولو، د امریکایي وګړو د وژلو او په ډله ییزه توګه د خلکو د وژلو لپاره د دسیسو جوړولو تورونه شامل دي.

مېتیو میلر وویل امریکا به "په راتلونکو ورځو کې" د ډزبندۍ لپاره له منځګړتوب کوونکو هېوادونو مصر او قطر سره ګډ کار کوي چې "د تړون د حتمي کولو لپاره فشار راوړي".

په خبرو اترو کې د شخړې او اختلاف یو مهم ټکی د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هغه ټینګار دی چې وایي اسرایلي پوځیان به د غزې او مصر ترمنځ په پوله باندې پاته کیږي.

خو میلر وویل امریکا په غزه کې د اسرایلي پوځیانو د "اوږدمهاله پاتېدو" مخالف دی او وایي دواړه اسرایل او حماس باید ډزبندۍ ته د رسېدو او د 100 یا تر دې زیاتو پاته یرغمل کسانو د خوشي کېدو لاره ولټوي:

"دواړه اړخونو ته پکار دی چې لچک ښکاره کړي او دا به دې ته اړتیا ولري چې دواړه خواوې د انکار د دلایلو پر ځای د اقرار دلایل پیدا کړي".

د جګړې د ختمولو لپاره امریکې دا غوښتنه وروسته له هغه کړې چې د اسرایل پوځ وویل د حماس یو وسلوال یې وژلی چې وایي د اکتوبر په برید کې یې برخه اخیستې وه.

د اسرایل دفاعي ځواکونو دغه وسلوال د احمد فوزي وادیا په نوم پېژندلی او وایي هغه په هغو اتو وسلوالو کې شامل وو چې د شنبې- خالي په ورځ په غزه ښار کې په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

د وزیراعظم نتنیاهو دفتر وویل د برتانیې وسلې وي که نه وي دوی به د حماس خلاف خپله جګړه ګټي. د نتنیاهو دفتر وویل، "له اسرایل سره د درېدو پر ځای یو ملګری جمهوریت د بربریت خلاف د ځان دفاع کوي، د برتانیې دا غلطه پریکړه به یواځې حماس زړور کړي".

تر دې یوه ورځ وړاندې د برتانیې حکومت اعلان وکړ چې په غزه کې د خپلو وسلو د کارول کېدو په اړه اندېښنه لري او له همدې امله به اسرایل ته د وسلو لېږل وځنډوي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لېمي وویل، "ښکاره خطر" شته چې کېدای شي ځینې وسلې "د نړیوال بشردوستانه قانون د سختې سرغړونې یا د دې د سهولتکارۍ لپاره وکارول شي".

د برتانيې د دفاع وزير جان هيلي د سه شنبې- نهې په ورځ ټايمز رېډيو ته وويل، اسرايل ته د وسلو د لېږلو له 350 لایسنسونو یا جوازونو څخه د 30 منسوخول به د اسرايل پر امنيت هيڅ اغېز ونه کړي.

د اسرایل پر وزیراعظم بنیامین نتنیاهو باندې د غزې د نیژدې یوولس میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو او په‌ دې وروستیو کې د شپږو اسرایلي یرغملو د وژل کېدو په مسئله کې په هېواد کې دننه او بهر فشارونه او تنقیدونه په زیاتېدو دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "هغه څه چې د اوونۍ په پای کې پیښ شوي دا په ګوته کوي چې دا [ډزبندي] څومره مهمه ده چې ژر تر ژره وشي".

په خبرو اترو کې د پام وړ ټکی د غزې او مصر پر پوله د فلاډلفي راهدارۍ کنټرول ساتلو لپاره د اسرایل د وزیراعظم ټینګار دی. اسرایل دعوه کوي چې حماس غزې ته د وسلو د قاچاق لپاره له دې لارې سمڅې یا ټنلونه کاروي، خو مصر او حماس دا دعوې ردوي.

نتنیاهو د ډزبندۍ له هغه تړونه انکار کوي چې له غزې پټۍ د اسرایلي پوځیانو د وتلو وړاندیز پکې شوی او دا به د جګړې د دایمي درېدو سبب شي، ځکه نتیاهو ویره لري چې حماس کولای شي ځان بیا سمبال کړي او د اسرایل اوږدمهاله امنیت له خطر سره مخ کړي.

حماس پر اسرایل تور پورې کړی چې د نویو غوښتنو په وړاندې سره د خبرو اترو مخه نیسي، وایي په دغو غوښتنو کې یې د فلاډلفي لارې او د غزې په اوږدو کې د دویمې راهدارۍ کنټرول په لاس کې اخیستل شامل دي.

یادونه:- د وي او اې خبریال نایکي چینګ په دې رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي، رویټرز او فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.