حزب الله ويلي، په لبنان کې د شوو پېجر حملو ځواب به ورکړي

حزب الله او د لبنان حکومت په اسرایل تور لګولی چې د حزب الله په غړو یې د پېجر چاودنې کړي دي، په کومو کې چې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او 2,800 نور ژوبل شوي دي.

حزب الله د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي، غزه کې د حماس وسله والو په ملاتړ به د اسرايل پرضد جنګيږي، او دا چې اسرايل دې سختې سزا ته په تمه اوسی.

اسرايل د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو اسرايل اعلان کړی د حماس د وسله والو پرضد جګړه کې به خپل اهداف پراخوي، چې پکې د اسرايل او لبنان ترمنځ پوله باندې د حزب الله سره شخړه کې د شمالي اسرايل خوندي کول شامل دي.

شک کيږي چې په دغو پېجرو کې حزب الله ته د رسېدو نه وړاندې چاودېدونکي مواد اچول شوي وو.

د پېښو وروسته د حزب الله مشرانو خپلو غړو ته د موبايل ټیليفون نه کارولو ويلي، ځکه چې د دوی په وينا د اسرايل استخبارات یې د دغه لارې معلومولی شي.

په تايوان کې موقيت لرونکې کمپنۍ اېچ اېس يو چنګکوانګ چې د ګولډ اېپولو باني ده، د شورو په ورځ یې خبريالانو ته ویلي، کمپنۍ یې پېجرې نه دي جوړې کړي، بلکې د BAC په نوم کمپنۍ لخوا جوړو شوو او خرڅو شوو الاتو کې د دوی د برانډ کارولو اجازت ورکړل شوی وو.

د اسرایل سرکاري خبري ادارې ويلي، د پېجر په چاودنو کې په لبنان کې د ايران سفير مجتبا اماني هم ژوبل شوی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویاند مېتيو ميلر په واشنګټن کې خبريالانو ته ویلي، امریکا په دغو پېښو د وړاندې څخه نه وه خبر، او په دغې اړه معلومات راټولوي.

د اسرايل پولې ته نزدې اوسېدونکو خلکو ته ځايي چارواکو ويلي، د حزب الله د ځواب د ويرې دې د بمونو څخه پناه ځايونو سره نزدې پاتې شي