امریکايي چارواکو ويلي، ايراني هېکران سیاسي کمپاينونه په هدف کوي

د امریکايي چارواکو د تازه خبرداري له مخې، ايراني هېکران د امریکا د راتلونکو ټاکنو د اعتماد کمولو هڅه کوي، د هدفونو په لټه کې دي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې د امریکا د سیاسي کمپاينونو دپاره کار کوي.

د امریکا مرکزي تحقيقاتي ادارې، اېف بي آی او د سایبر سيکیورټۍ او انفراسټرکچر امنيتي ادارې، سي آی اېس اې، حکومتي ادارې چې د انتخاباتو د ساتنې زمه واري په غاړه لري، د نهې، سه شنبې په ورځ یې په سياستوالو غږ کړی چې د سايبر سيکیورټي خپل ټيمونه پياوړي کړي چې د ايران د ګواښ مخه ونيسي.

ادارو امريکايي چارواکو، استازانو، جرنلسټانو او فعالو ته هم د ضروري ګامونه اخستو ويلي چې د ايران هېکران د اسلامي انقلابي ځواک په لارښوونه کار کوي.

د سي آی اېس اې مشرې جين ايسټرلي ويلي، د ايران د انقلابي ځواک د هېکرانو ګواښ سېوا کيږي، ځکه د ملي سياست سره تړاو لرونکي او سياسي تنظيمونه، کمپاينونه دې خپل امنيت ته بيا کتنه وکړي او اقدامات دې وکړي.

امريکايي ادارو خبرداری ورکړی ايراني هېکران شخصي او کاروباري ايمېل اکاونټونه په هدف کولی شي.

امريکايي چارواکو وړاندې هم ويلي وو، ايرانيانو د پخواني صدر او اوسني ریپبلکن صدارتي امېدوار ډانلډ ټرمپ د کمپاين خرابولو دپاره دغه ډول تکنيکونه کارولي وو.

امریکې تېره مياشت درې ايران وګړي، مسعودي جليلي، سيد علي اغاميري او ياسر بلاګي په دغه ډول تکنيکونو تورن کړي، چې د يو پخواني بهرنيو چارو د وزارت چارواکي، د پخواني صدر د کورني امنيت سلاکار، او د سي آی اې دوه پخوانيو چارواکو ايمېلونه یې خراب کړي وو.

ايراني چارواکو وړاندې د امریکا لخوا دغه ډول تورونه رد کړي او په امریکا کې د ايران مشن تازه تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د ګل په ورځ د امریکا استخباراتی چارواکو خبرداری ورکړی، چې د امریکا مخالفين، په ځانګړي ډول ايران، د سايبر عمليات ګړندي کړي په داسې په وخت کې چې د پينځم نومبر د امریکا صدارتي انتخابات رانزدې کيږي.

د چارواکو په وينا، د سايبر عملياتو زیاتوالی د هغو بريدونو په اساس دی چې د وړاندې نه د ايران، روس او چين په مشرۍ امن ته بې ساری ګواښ، يو په درې سېوا کړی دی.