د کاملا هېرس ډاکټر ویلي، هغه په صحت روغه رمټه ده

(Photo by ELIZABETH FRANTZ / POOL / AFP)

د امریکا د مرستیالې صدرې او ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدوارې کاملا هېرس شخصي ډاکټر ويلي، د صدارتي څوکۍ سمبالولو دپاره هغه په "ذهني او بدني توګه" مکمله روغه رمټه ده.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، د خالي، شنبې په ورځ د کاملا هېرس شخصي ډاکټر خط جاري کړی، د هغې طبي ريکارډ او نور تفصيلات يې پکې ويلي دي.

د امریکې د پوځ کرنل او مرستيالې صدرې ډاکټر جوشوا سيمنز په خط کې ويلي، چې 59 کلنه هېرس په صحت مکمله روغه ده، او په اپرېل کې د هغې د تفصيلي طبي ترمخه، په هغې کې هيڅ ناروغي نشته.

په خط کې ويل شوي، کاملا هېرس د صدارتي څوکۍ د زمه واريانو په کاميابۍ سره ترسره کولو دپاره ذهني او بدني وړتيا يا اهليت لري. په دغو زمه وارو کې چيف اېګزېکټيو، هېډ اف سټېټ يا د رياست مشري او کمانډر ان چيف يا د ځواکونو مشري شامل دي.

د کاملا هېرس د کمپاين يو مرستيال د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، د هېرس تفصيلي طبي رپورټ به د ريپبلکن امېدوار ډانلډ ټرمپ د طبي رپورټ سره د مقابلې دپاره کارولی شي.

هغه ویلي، پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په وروستيو کلونو کې د خپل صحت په اړه محدوده معلومات جاري کړي دي، او د هغه د صدارتي څوکۍ سمبالولو د وړتيا په اړه یې پوښتنې راپورته کړي دي.

سيمنز ویلي، خواوشا د درې نيمو کلونو راهسې د کاملا هېرس شخصي معالج يا ډاکټر دی. هغه ويلي، هېرس د الرجي يا حساسیتونو او urticaria (چې په عامه توګه د hives په نوم پېژندل کیږي) سابقه لري، او د تېرو درېو کلونو راهسې د حساسیتونو لپاره په امیونوتراپي بوخت ده.

خو هغه ويلي، د هېرس د ويني وروستي ټسټونه يا معاينې نارمل يا عادي وې.

په رپورټ کې ويل شوي، کاملا هېرس د نزدې نظر دپاره کانټېکټ لینز کاروي، او د هغې په کورنۍ کې کولون کېنسر سابقه لري، د کوم څخه بچ کېدو دپاره چې هغه ټول احتياطي تدابير خپلوي او د کال په سر مېموګرام معاينه هم کوي.

په داسې کې چې د کاملا هېرس د طبي معاينې رپورټ خپور کړل شوی، د هغې د کمپاين لخوا د ټرمپ د صحت يا روغتيا او ذهني وړتيا په اړه په مطبوعاتو په وروستيو رپورټونو پوښتنې راولاړې کړل شوي، چې هغه د خپل صحت او سابقې په اړه نه دي وړاندې کړي.

ټرمپ، چې 78کلن دی، وړاندې یې په صدارتي کمپاين کې د خپل مخکيني حريف 81 کلن جوبايډن په صحت او صدارتي څوکۍ دپاره د هغه په وړتيا پوښتنې راپورته کولې.

خو د جوبايډن د صدارتي زغل څخه وتلو وروسته اوس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د صحت په اړه پوښتنې راولاړيږي.

تېر کال د نومبر په مياشت کې ډانلډ ټرمپ د کليزې په روځ د خپل ډاکټر خط خپور کړی، په کوم کې ويل شوي وو پخوانی صدر په بدني او ذهني توګه صحت مند دی.

دغه خط چې د ټرمپ د ټولنیزو رسنیز په پلیټ فارمونو خپور شوی، په دغه خط کې د دعوو د ملاتړ دپاره د هغه د وزن، د وینې فشار او د کولیسټرولو د کچې په اړه تفصيل نه وو ورکړل شوی.

د دې خبر معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي