په ایران د اسرایل په جوابي حملې کې به پوځي ځایونه شامل وي، ایټمي او د تیلو ځایونه نه

Smoke billows from the site of an Israeli air strike on the village of Taybeh in southern Lebanon on October 15, 2024.

امریکایي چارواکو ویلي چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتناهو د امریکا صدر جو بايډن ته ویلي چې په ایران د اسرایل په جوابي حملې کې به پوځي ځایونه شامل وي، ایټمي او د تیلو ځایو نه.

امریکایي خبري ادارو واشنګټن پوسټ او وال سټریټ جرنل د دغه چارواکو حواله وکړې ده او د ګل-دوشنبې په ورځ یې خبر ورکړی چې وزیراعظم نېتن یاهو دغه ژمنه تېره اونۍ د دواړو مشرانو ترمنځ په ټیلي فوني خبرو کې ورکړې ده.

وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د اسرایل د پلانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، او یواځې ویل شوي وو چې بایډن د اسرایل د امنیت دپاره د امریکا ملاتړ یو ځل بیا تائید کړو او په اسرایل د ایران د مېزایل بریدونو یې غندنه وکړه.

د ایران دا برید د اسرایل لخوا د ایران ملاتړي د حزب الله وسله والې ډلې مشر حسن نصرالله د وژلو په غبرګون کې شوی او د اسرایل او حزب الله ترمنځ کړکېچ نور زیات شوی دی.

اسرایل ویلي چې د ایران لخوا شوي برید به جواب ورکوي. امریکا د اسرایل د دفاع دپاره سیمې ته فضاعي دفاعي نظم (ائیر ډیفېنس سېسټم) او د دغه نظام چلولو دپاره پوځیان لیږلي دي.

د اسرایل پوځ ویلي د نهې- سه شنبې په ورځ د حیفا په سیمه کې سایرونه غږول شوي او د اسرایل هوایي دفاعي نظام د لبنان نه شوي راکټي بریدونه یې غورځولي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو هم د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله په مرکزونو باندې په هوایي بریدونو کې د لسګونو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی.

نېتن یاهو د ګل- دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې اسرایل به د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې پر حزب الله باندې بې رحمه بریدونو ته دوام ورکوي.

په لبنان کې رېډ کراس یا سره صلیب ویلي د ګل- دوشنبې په ورځ د لبنان په شمال کې پر یوې رهایشي یا

اپارټمنټ ودانۍ باندې د اسرایل په هوايي برید کې لږ تر لږه 21 کسان ووژل شول. دغه سیمه د هېواد په جنوب او ختیځ کې د حزب الله د وسله والو د یوه قوي مرکز څخه لرې ده.

د اسرایلو پوځ په سمدستي توګه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده څرګنده کړې چې هدف یې څه و. برید کې د ایطو په کلي کې د اپارټمنټ په یوه کوچنۍ ودانۍ په نخښه شوې ده.

حزب الله په تېر یو کال کې پر اسرایل زرګونه راکټونه، مېزایل او ډرون الوتکې ویشتلي، چې له امله یې تر 60و ډېر کسان وژل شوي، خو ډېر مېزایل یې راغورځول شوي چې له امله یې لږ تلفات اوښتي دي.

د لبنان د صحت وزارت په وینا د اسرایل بریدونو تیر یو کال په لبنان کې له 2,300 نه ډیر خلک وژلي. دغه وزارت وایي د مرګونو په څلورو کې دریمه برخه په تېره میاشت کې شوي.

د غزې جګړه د حماس لخوا په اسرايل د تېر کال اووم اکتوبر بريد چې پکې 1,200 تنه وژل شوي او 250 يرغمل شوي وو، د هغې راهسې شورو شوې او بيا د اسرايل په ځوابي عملياتو کې د 42,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د فلسطين د روغتيا چارواکي د اسرايل په لاس وژل شوو کې د وسله والو يا ملکي خلکو شمېرې ځان ځانله نه ښايي خو وايي، په وژل شوو کې د نيمې نه زيات ماشومان او ښځې دي.

اسرايل وايي، د 17,000 نه زيات جنګيالي یې وژلي خو په دغې اړه یې هم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

امریکا، برتانیه، یورپي ټولنې او نورو حزب الله او حماس دواړه ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.