برتانیا ښايي د پخوانیو افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنه ومني

د افغان ځانګړو ځواکونو زرګونو غړو، چې په خطرناکو  مشنز یا ماموریتونو کې یې برخه اخیستې وه، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په برتانیا کې د پناه غوښتنه کړې وه (فایل فوټو)

د برتانیا حکومت وايي، ښايي د افغانستان د ځانګړو ځواکونو هغو سلګونو پخوانیو غړو ته پناه ورکړي، چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال د برتانوي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي او اوس د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د افغان ځانګړو ځواکونو زرګونو غړو، چې په خطرناکو مشنز یا ماموریتونو کې یې برخه اخیستې وه، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په برتانیا کې د پناه غوښتنه کړې وه.

خو له هغې وروسته چې د هغوی پناه غوښتنې د برتانیا حکومت لخوا د دوی د خدمت د کره شواهدو د نشتون له امله رد شوې، ځینې یې په افغانستان کې په پټه ژوند ته اړ شوي او یا هم پاکستان ته کډوال شوي دي.

اوس د افغان ځانګړو ځواکونو د څه باندې 500 غړیو لپاره نوې هیله ټوکیدلې ده، ځکه چې د برتانیا حکومت د 25 سلنه رد شویو پناه غوښتنو بیا ارزونه پیل کړې ده.

د برتانیا د دفاع وزیر، لوک پولارډ، د اکتوبر په ۱۴مه د دغه هېواد په پارلیمان کې وویل: "چارواکو د برتانیا حکومت له خوا افغان ځانګړو ځواکونو ته د امتیازاتو ورکړه تائید کړې ده... او دا امتیازات د ځینو کسانو لپاره د برتانوي ځواکونو سره د مستقیمې همکارۍ څرګندوی دی."

پولارډ زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو د پناه غوښتنې د بیا ارزونې بهیر روان دی.

په ورته وخت کې د برتانیې ځانګړو ځواکونو پخواني غړو د حکومت دې ګام هرکلی کړی دی.

د برتانیې د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی کرېس رایان، وویل چې ډېرې افغان ځانګړي ځواکونه اوس د طالبانو له خوا د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه میل ‌انلاین خبري شبکې ته وویل: "دا یو ښه اقدام دی. که موږ بیا کله په ورته وضعیت کې ښکېل شو، سیمه‌ییز ځواکونه به مخکې له دې چې له بریتانیا څخه د پناه غوښتنه وکړي، دوه ځله فکر وکړي، ځکه چې برتانیا هغوی ناهیلې کړي وو. "

نوموړي زیاته کړه، چې دغه افغان ځواکونه او ژباړونکي ښايي د ګڼو بریتانوي سرتېرو ژوند ژغورلی وي او یوازینۍ لاره چې دوی ته د دوی د سرښندنو بدله ورکړل شي، دا ده چې هغوی ومنل شي او خوندي ځای ورته ورکړل شي.

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو 444 او 333 قطعې او جزوتامونه د خپلې زړورتیا، ريښتینولۍ او اغېزمنتوب له امله د نورو افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې ځانګړی شهرت درلود.

د 2021 م کال د اګست په میاشت کې، کله چې طالبانو پر افغانستان بیا واک ترلاسه کړ، د افغان ځانګړو ځواکونو 333مه قطعه په کابل کې پاتې شوه او په بارون هوټل کې یې د هغو بریتانیايي اتباعو ساتنه وکړه، چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه ووځي.

له هغه وروسته چې پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه، چې په هغوی کې ګڼ شمېر پخواني افغان ځواکونه هم شامل وو، په بریتانیا کې د دې ځواکونو د منلو یا نه منلو په اړه بحثونه پیل شول.

د بریتانیا پخواني محافظه‌کار حکومت په فبروري میاشت کې وویل چې د شاوخوا ۲۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنې به بیا ارزوي.

د دې غوښتنو د بهیر اوږدېدل د بریتانیا پوځي ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شول.

د برتانیا د دفاع وزیر وویل، هغه وخت چې د افغانانو د "بیامیشتیدو او مرستې" پر طرحه تېر شوی، "د ژورې اندیښنې او افسوس وړ" دی.

هغه زیاته کړه چې پر شرایطو برابر د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې منل مخکې له مخکې پیل شوي دي.

دغه رپورټ د دیلي ‌میل ورځپاڼې د خبر پر بنسټ چمتو شوی دی.

يادونه: د وي او اې اشنا په مننه