بلېنکن: اسرایل دې غزه ته بشري امداد زیات کړي ګني وسلو امداد به يې د خطر سره مخامخ شي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن د اتوار- یکشنبې په ورځ خپلو اسرایلي سیالانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړ چې باید بدلونونه راشي (فایل فوټو)

د بایډن انتظامیې اسرایل ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو 30 ورځو کې غزې ته د بشري مرستې لیږلو اجازت ورکولو کې اضافه وکړي ګني نو د امریکا د وسلو امداد ته د لاسرسي له خطر سره به مخامخ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن د اتوار- یکشنبې په ورځ خپلو اسرایلي سیالانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړ چې باید بدلونونه راشي.

دغه لیک چې د امریکا د بشري مرستو او د وسلو د لیږلو په اړه د امریکا پالیسي بیا تکرار شوی ده، په داسې حال کې لیږل شوی چې په غزې په شمال کې حالات په خراییدو دي او د رپورټونو له مخې چې اسرایل په د غزې په مرکزي برخه کې د روغتون خیمه برید کړې چې له امله یې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

یوه اعلا دفاعي چارواکي د نهۍ- سه شنبې په ورځ وویل چې بلېنکن او اسټن غزې ته د مرستو د وروستي کمښت له امله خپلو اسرایلي سیالانو ته یو لیک استولی دی. دغه چارواکي وویل چې د اپریل په میاشت کې د بلېنکن لخوا لیږل شوي ورته لیک یو مثبت ځواب او "د اسرایلینو لخوا کوټلي ګامونه پورته کړل شول".

دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل وروستی لیک د همدې مسلې د حل یوه لاره ده.

اسټن او بلېنکن وویل چې د دې دپاره چې اسرایل د امریکا بهرني پوځي امداد دپاره وړتیا جاري وساتي ، غزې ته د رسېدونکي امداد کچه باید په ورځ کې لږترلږه 350 ټرکونو ته لوړ کړي، او اسرایل د اضافي بشردوستانه وقفو یا دمو کې اضافه وکړي او د بشري امداد ځایونو ته امنیت زیات کړي.

اسټن او بلېنکن وویل چې اسرایل 30 ورځې وخت لري چې مختلفو غوښتنو ته ځواب ووایي.

یوه اسرایلي چارواکي دا خبره تائید کړې چې یو لیک/خط استول شوی خو د خط په جزئیاتو خبرې و نه کړې . دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په سفارتي موضوع په اړه خبرې کولې، دا تایید کړه چې امریکا "بشري اندیښنې" څرګنده کړي او په اسرایل په غزه کې د امداد لیږلو بهیر چټک کولو لپاره فشار اچوي.