ایس سي او ته غبرګون:امریکا وایي د هر هیواد په یوه خپلواکه ډله کې د ورګډېدو د حق درناوی کوي

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتیو ميلر پاکستان کې د شنګهاي د همکاریو د سازمان په روانه غونډه خپل غبرګون کې ویلي، امریکا د هر هیواد په یوه خپلواکه ډله یا ګروپ کې د ورګډيدو د حق درناوی کوي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو د محکمې ویاند وویل ، موږ د هر هیواد ډاډګیرنه کوؤ چې هغه دا خبره باوري کړي چې که په هر اړخیزه فورمونو کې ګډون کوي نو باید د نړیوالو قوانین پاسداري اؤ درناوی دې وکړي.

د شنګهاي د همکاريو د سازمان د غونډې په اړه امریکایي ویاند وویل، مونږ غواړو چې دې غونډه کې باید د ټولو هیوادونو د خپلواکۍ اؤ سیمه ییز امنیت لوظ وکړل شي.

له ښاغلي میتیو ملر وپوښتلی شول چې هند کې د اټومي موادو د غلا کېدو اؤ په غیر قانوني تونګه د پلورل کېدو ګڼې پېښې مخې ته راغلې دي اؤ پاکستان د ملګرو ملتونو نه ددې د پلټنو غوښتنه هم کړې ده ، ایا دا هر څه امریکې لپاره د اندېښنې وړ دي، ملر یې په ځواب کې وویل:

"مونږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د پاکستان لخوا د شوي خواست څخه خبر یو اؤ مونږ د اټومي خوریډنې د ګواښونو په اړه په موثره پالیسۍ د ردعمل ټریکنګ،تیارۍ اؤ په دې عملدرامد ته پرعزمه یو".

د شنګهاي د همکارۍ سازمان 23مه سرمشریزه غونډه نن د چهارشنبې په سهار په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب پېل شوې ده چې پکې به ددې تنظیم د بودیجي منظوري ورکول کیږي اؤ د غړو هیوادونو تر منځ به د اقتصادي همکاریو په اړوند په یو شمیر ستونزو خیالات تبادله کولی شي.

په غونډه کې د اتوؤ هیوادونو وزیراعظمان برخه لري اؤ د ایران اؤ هند استازیتوب د هغوي د تجارت اؤ خارجه وزیران کوي.

منګولیا په دې غونډه کې د مبصر په توګه ګډون لري اؤ ترکمنستان ته پکې د میلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.