د بنو په جاني خېلو کې په پوځي قافله بريد شوی

د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جانی خیل سیمه کې وسله والو د پوځ په قافله برید کړی، سرچينې په بريد کې د دوو پاکستانيي پوځيانو او ځينې د يو د وژنې خبر ورکړی دی.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریک کړو مالوماتو کې ویلي په برید کې د دواړو غاړو ترمنځ سختې ډزې شوې، چې له امله یې حوالدار زاهد کیاني او سپاهي قاسم خان جدون ووژل شوي، خو د پاکستان پوځ په رسمي ډول د ياد بريد په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی په وینا برید هغه مهال وشو، کله چې د امنیتي ځواکونو کاروان په سیمه کې ګزمه کوله. چې دغلته د وړاندې نه موجودو پټو وسله والو پرې د درنو او سپکو وسلو سره ناڅاپه ډزې پیل کړې.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل امنیتي ځواکونو ته په لومړیو کې ستونزې پېې شوې، خو بیا یې په قوي ځوابي اقداماتو لاس پورې کړ او برید یې په شاه وتمبولو

امنیتي سرچینې وایي چې له برید وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه رسیدلي او سیمه یې ګیره کې اخستې ده.

د یاد چارواکي په وینا په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي، چې پټ ترهګر ونیول شي او د هغوی ممکنه پټنځایونه هدف کړي.

تر دې مهال د پوځ له لوري د دې برید په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو په سیمه کې امنیتي سرچینو د دوو پاکشتاني پوځیانو د وژلو تاييد کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید زمه واري منلې ده. د تحریک طالبان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې هم برخه اخیستې. تحریک طالبان دعوه کړې چې په دې برید کې امنیتي ځواکونو ته درانه زیانونه اړول شوي دي، خو د دې دعوې په اړه د ازادو سرچینو لخوا تصدیق نشي کیدای.

جانی خیل د بنو هغه سیمه ده چې پولې یې د لکي مروت او وزیرستان سره لګېدلې دي او له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د جګړې مرکز پاتې شوې ده.

ځایي خلکو په وار وار د دې وضعیت پر ضد احتجاجونه کړي دي، او د سیمې د امنیت او ثبات د بیرته راګرځولو غوښتنه یې کړې ده. د دغه وروستي برید وروسته هم په سیمه کې د خلکو ترمنځ ویره خوره شوې ده.

دې برید نه دوه ورځې وړاندې د اکتوبر په ۱۴ مه په بنو کې پر پولیسو برید شوی و، چې په پایله کې یې څلور پولیس اهلکار وژل شوي وو. د دې برید زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان ډلې منل وه، او پولیسو ادعا کړې وه چې په ځوابي عملیاتو کې یې پینځه بریدکونکي وژلي وو.

په وروستیو کې د بنو او جانی خیل سیمې د وسله والو د بریدونو په نخښه شوې دي، امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي، او ځایي خلک هم په دوامداره توګه د ناامنۍ سره مخ دي. چې پرضد یې وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي.

د جولایي په میاشته کې د بنو ولسي پاڅون وروسته د ناامنۍ په ستونزه د اېپکس کمیټۍ په غونډه کې بحث شوی وو.