جنوبي لبنان کې د اسرايل هوايي بريدونه، د مېر په ګډون 16 تنه وژل شوي

د لبنان د صحت وزارت ويلي، د شورو، چهارشنبې په ورځ جنوبي لبنان کې د اسرايل هوايي بريدونو کې د نباتيح ټاون د مېر په ګډون 16 تنه وژل شوي او د 50 نه زیات نور ژوبل شوي دي.

د لبنان چارواکو دغه بريد غندلی او ويلي یې دي دا ثبوت چې اسرايل د حزب الله ضد عملياتو کې اوس لبنان په نخښه کوي.

د لبنان نګران وزيراعظم نجيب ميقاتي ويلي، په ارادې سره د مينونسپلۍ غونډه په نخښه شوې چرته چې د اسرايل د عملياتو څخه بې کوره شوو په اړه بحث کېدو.

د اسرايل د دفاع وزير يوو ګېلانت د لبنان پولې ته نزدې د شمالي اسرايل په سفر کې ويلي، اسرايل به په لبنان بريدونه نه ودروي چې خبرو ته لاره جوړه کړي.

د اسرایل پوځ ویلي، نباتيح کې یې د حزب الله اهداف په نخښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د لبنان دپاره استازي ويلي، لبنان کې د اسرایل بریدونو کې د ملکي وګړو ودانۍ په هدف کيږي، هغه په ټولو فريقېنو غږ کړی چې جنګ بندي وکړي او د سفارتي لارې دروازې پرانیزي.

اسرايلي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ جنوبي بيروت کې هم هوايي بريدونه کړي دي، د نهې په ورځ ناوخته بريدونو کې یې 15 تنه وژلي وو.

د اسرايل پوځ بيروت کې د حزب الله د ځايونو سره نزدې خلکو د وتلو هم ويلي دي.

دا تازه برید يوه ورځ وروسته له هغې شوې چې امریکې د اسرايل چارواکو ته په دغه ډول بريدونو اندېښنې څرګندې کړې وې. امریکې د حزب الله د مرستو په سر په درې کسانو او څلورو کمپنيانو بنديزونه هم لګولي دي.

امریکې د اسرايل نه غوښتنه کړې راتلونکې میاشت دې غزه کې فلسطينيانو ته مرستې سېوا کړي، که دا امکانات شته چې امریکا د اسرايل پوځي مرستې ودروي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلينکن او د دفاع وزیر لوېډ اسټن د اتوار- یکشنبې په ورځ خپلو اسرایلي سیالانو ته په یوی لیک کې خبرداری ورکړی چې باید بدلونونه راشي.

دغه لیک چې د امریکا د بشري مرستو او د وسلو د لیږلو په اړه د امریکا پالیسي پکې بیا تکرار شوی ده، په داسې وخت کې لیږل شوی چې د غزې په شمال کې حالات په خراییدو دي او د رپورټونو له مخې چې اسرایل د غزې په مرکزي برخه کې د روغتون خېمه باندې برید کړی چې له امله یې لږترلږه څلور کسان وژل شوي وو.

یو اعلا دفاعي چارواکي د نهۍ- سه شنبې په ورځ وویل چې بلينکن او اسټين غزې ته د مرستو د وروستي کمښت له امله خپلو اسرایلي سیالانو ته یو لیک استولی دی. دغه چارواکي وویل چې د اپریل په میاشت کې د بلېنکن لخوا لیږل شوي ورته لیک یو مثبت ځواب او "د اسرایلینو لخوا کوټلي ګامونه پورته کړل شول".
دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل وروستی لیک د همدې مسلې د حل یوه لاره ده.

اسټين او بلينکن وویل چې اسرایل 30 ورځې وخت لري چې مختلفو غوښتنو ته ځواب ووایي.
یو اسرایلي چارواکي دا خبره تايید کړې چې یو لیک/خط استول شوی خو د خط په جزياتو یې خبرې و نه کړې . دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په سفارتي موضوع په اړه خبرې کولې، دا تایید کړه چې امریکا "بشري اندیښنې" څرګنده کړي او په اسرایل په غزه کې د امداد لیږلو بهیر چټک کولو لپاره فشار اچوي.

د دې خبرځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي